د کورونا وائرسو له کبله د ملګرو ملتو دفتر وتړل شو
د ملګرو ملتو مسوولینو اعلان وکړ چې په نیویارک کښې د دې ادارې ټول مرکزي دفترونه د کورونا وائرسو د خپریدو د مخنیوې په هدف سره د خلقو پر مخ تړل شوي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د رپوټ له مخې د ملګرو ملتونو د مشر ویاند «سټيفن ډوجاریک» اعلان وکړ چې د دې ادرې اصلي دفترونه له پرون يعنې د کب له يويشتمې څخه د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوې په هدف د خلکو پر مخ تړل کیږي. د نوموړي پر وینا،لا تر اوسه په نیویارک کې د ملګرو ملتو په کارکوونکو کښې د کرونا( کوید ۱۹) کومه پیښه موندل شوي نه ده. د نیویارک په منهټن سیمه کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې درې زره کار کوونکي شتون لري. یوه اوونۍ وړاندې په جینوا کې هم د ملګرو ملتونو ودانۍ تړل شوي وه. په معمولي توګه هره اوونۍ تر پینځه زرو پورې ګرځندویان د ګرځندوۍ په چوکاټ کې له دې ودانۍ لیدنه کوي.