چين د کورونا د علاج لپاره د سږي د پړسوب ضده درملو خبر ورکړ
چين په دغه هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته بيمارانو د علاج په هدف سره د سږي د پړسوب ضده درملو د استعمال لپاره شين څراغ وښود.
د چائنا ډيلي په نقل سره د ايرنا د رپوټ له مخې دغه درمل چې آکټيمرا يا TOCILIZUMAB هم نوميږي د کورونا وائرسو د اخته هغو کسانو د علاج لپاره استعماليږي چې حالت يې سخت وي او سږي يې انفکشن پېدا کړے وي.
چيني ماهرين وائي په کورونا اخته ځينې بيماران خفيف علامات لي خو ځينې نور د سږي له سختو مشکلاتو سره مخامخ کیږي او د سږي د پړسوب ترڅنګه يې وائرس د بدن سېسټم او د وينې د ګردش نظام ته هم زيان رسوي چې داسې بيمارانو ته دغه درمل ورکېدې شي.
تر اوسه د دغو درملو د کارنده توب او تحفظي اړخ په باره کښې زيات معلومات نه دي خپارۀ شوي خو د رپوټ له مخې چين دغه درمل په تقريباً يو سل اته اتيا بيمارانو په تېره بيا د سږي پړسوب لرونکو بيمارانو باندې آزمائلي دي چې مثبت نتائج يې ورکړي دي.