د کېنېډا وزیراعظم د کورونا له کبله قرنطينه او میرمن یې په وائرسو اخته شوه
(last modified Fri, 13 Mar 2020 11:36:58 GMT )
Mar 13, 2020 16:06 Asia/Kabul
  • د کېنېډا وزیراعظم د کورونا له کبله قرنطينه  او میرمن یې په وائرسو اخته شوه

د کېنېډا وزیراعظم جسټن تروډو وروسته له هغې په کور کښې قرنطینه شوي دي چې په میرمن سوفیا تروډو کښې د کورونا وایرسو شتون ثابت شو.

جسټن تروډو په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې میرمنه یې په کورونا وایرسو اخته شوې او دې هم په احتیاطي ډول په کور کښې قرنطینه شوے دے.

نوموړے زیاتوي چې دې به خپل کارونه له کور څخه په مخ بيائي او د مهال وېش له مخې به په خپلو راتلونکو ټولو کانفرنسونو او د کابینې په غونډو کښې د ویډیو او ټيلفون له لارې ګډون کوي.

د کرونا وایرس چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا نړیواله وبا اعلان شوې، د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کښې خپور شوي او تر دې دمه یې نږدې ۵زره کسان وژلي دي.

باید وویل شي، کوویډ ۱۹ وبا د عامو خلقو سربېره په نړۍ کښې حکومتي او روغتیایي چارواکي هم په ځان اخته کړي دي.

د برتانیا روغتیا مرستیاله وزیره هم پر کورونا ویروس اخته شوې چې له هغه وروسته په خپل کور کښې قرنطینه شوې ده.

 

ټیګونه