د امریکا روغتونونه طبي تجهیزات او وسائیل نلري
(last modified Sun, 22 Mar 2020 10:54:34 GMT )
Mar 22, 2020 15:24 Asia/Kabul
  • د امریکا روغتونونه طبي تجهیزات او وسائیل نلري

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې غړي سیناتور ټیم کین (Tim Kaine) د هیواد په روغتونونو کښې د کورونا وایروس د ازموینې د ترسره کولو لپاره د طبي امکاناتو په نشتون او د ماسکونو د بیو په څو برابره زیاتیدا نیوکه وکړه .

هغه  وویل د امریکا روغتونونه د کورونا وایروس ازموینې نه ترسره کوي او کله چې هم وغواړي له هغو ناروغانو چې د کورونا په نښو نښانو سره روغتونونو ته ورځي ازموینې ترسره کړي نو ضروري امکانات نلري .

د امریکا د ډیموکراټ ګوند دغه سیناتور وویل د هیواد په روغتونونو کښې په کورونا وایروس له شکمنو ناروغانو څخه د نمونې یعني سیمپل(sample)د اخیستلو لپاره سواب تیسټ نشته او کله چې سواب برابروي نو ویني چې په سیمپل یعني نمونې باندې د تیسټ د ترسره کولو لپاره ضروري کیمیاوي مواد نشته .

هغه وویل د امریکا د ویرجینیا ایالت  روغتونونو ما ته ویلي دي د روغتونونو او د درملنې د کادر لپاره کافي ماسکونه نشته او هغه ماسک چې مخکې یې قیمت یو(۱) ډالر وو اوس په نهو(۹) او لسو (۱۰) ډالرو اخلي .

 

ټیګونه