سرښیندونکو جانبازانو! ورځ مو مبارک شه
د اسلامی انقلاب معظم لارښود فرمائيلي دي،تاسو جانبازان،شهیدان،سرښیندونکي مجاهدان ژوني یاست او ستاسو زړونه او سترګې به په الهي ډالۍ او جایزې سره روښانه وي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د کربلا دحماسې بیرغوال او حسیني غورځنګ وفادار قمر بني هاشم حضرت اباالفضل العباس علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا د اسلامی انقلاب د سرښیندونکو جانبازانو ته مبارکي ورکړې .
زمونږخبریال راپورراکړ حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د جانبازانو په نامه پخپل پیغام کې وئيلي دي ،د حضرت عباس علمدار علیه السلام نیکمرغه زوکړې کلیزه دې چې تل ترتله دکربلا دبیرغوال باندې ویاړي ، د ایران سرښیندونکو جانبازانو ته مبارک وي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود فرمائيلي دي،تاسو جانبازان،شهیدان،سرښیندونکي مجاهدان ژوني یاست او ستاسو زړونه او سترګې به په الهي ډالۍ او جایزې سره روښانه وي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د جانبازانو او دهغوي د صابرو کورنیو لپاره له خداوندمتعاله داجر، سلامتیا، ثبات او د نیک عافیّت دعا هم کړې.
په اسلامی ایران کې هرکال د حضرت اباالفضل العباس علیه السلام د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت چې د جانباز ورځ نومول شوي،د اسلامی انقلاب د ستر لارښود له خواپلاوي په تهران او نورو ولایتونو اوولسوالیو کې د سرښیندونکو جانبازانو دستاینې اوقدرونې لپاره د هغوي کورونو او ساتونکو ځایونه ته ورځي او قدرونه ئې کوي ، چې البته سږکال دکرونا ویروس د خوریدا او د روغتیائي چارو د رعایتولو په سبب دغه لیدۀکاتۀ لغوه شوي دي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو آزادي غواړو میلتونو او په تیره بیا د اسلام او اسلامی ټاټوبو په نامه سرښیندونکو جانبازانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .