د کورونا وائرسو له کبله د امریکې پائتخت واشنګټن کښې لاک ډاؤن اعلان شو
(last modified Tue, 31 Mar 2020 12:52:01 GMT )
Mar 31, 2020 17:22 Asia/Kabul
  • د کورونا وائرسو له کبله  د امریکې پائتخت واشنګټن کښې لاک ډاؤن اعلان شو

په امريکه کښې په کورونا وائرسو د اخته شويو او مړو شمېر په زیاتېدو سره د دغه هېواد په پائتخت واشنګټن کښې لاک ډاون اعلان شو.

د واشنګټن  ډي سي ښاروال د دغه ښار له دوو ګاونډیو ایالتونو-مریلنډ او ویرجینیا- له چارواکو سره په ګډه خلقو ته ویلي چې کورنو کې پاتې شي.

دا فرمان له قانوني او تاریخي پلوه په کور کښې د پنا اخیستلو لپاره داسې فرمان دے چې د جګړې یا د وېروسی ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د کرنتینې په وخت پلی کېږي او د واشنګټن ډي سي له استوګنو غواړي چې د خوړو یا طبي خدمتونو له ترلاسولو نه بغېر له کورونه څخه ونه وځي.د دې قانون له مخې سرغړوونکي ممکن له نغدي جرمانې او ان زندان سره مخ شي.

 

ټیګونه