هندوستان امریکې ته له ځانګړو درملیزو صادراتو سره مخالفت وکړ
د هند د سوداګرۍ وزارت امریکې ته د هندوستان د جوړو کرونا ضده درملو د صادرولو لپاره د امریکې د ولسمشر غوښتنه رد کړه.
د روسیې سپوتنیک خبري آژانس لیکلي چې د هندوستان د سوداګرۍ وزارت پرون وویل، پرېبه نږدي چې د دغه هیواد جوړ ملیریا ضده درمل د امریکې د ولسمشر په غوښتنه دغه هیواد ته صادر شي ځکه چې هندي ښاریز ورته نن سبا ډیره اړتیا لري.
ویل کیږي چې پر امریکې سربیره د اروپا او سویلي امریکې ۲۹ هیوادونه هم له هندوستانه د دغه درملو د اخیستو غوښتونکې دي.
د هندوستان د روغتیا وزارت ادعا کړې چې د خپلو (اینټي ملیریا) درملو د کارولو لپاره یې یوه داسې نوې فارموله کارولې چې د کرونا په وړاندې د بدن د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا سبب کیږي او د کرونا لپاره یو احتمالي علاج ګڼل کیږي.
د ویلو ده چې په هندوستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر له څلورو زرو اوښتې دی او څه باندې ۱۲۰ تنه هم د دغې ناروغۍ په وجه مړه شوې دهي.