په امریکا کې د مړو شوو شمېر تر ۲۰ زره واوښت
د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې په دې هېواد کې څه باندې ۲۰ زره کسانو د کورونا ویروس له امله ژوند بایللی دی.
په امریکا کې د قربانیانو شمېر شل زره او ۵۰۶ خو په ایټالیا کې بیا د قربانیانو شمېر ۱۹۴۶۸ ښودل شوی دی.
د نیویارک والي اندرو کومو ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا ویروس د وژل شویو شمېر ۷۸۳ تنه وو او په وینا یې دا شمېرې له څو ورځو راهیسې یو شان پاتې دي.
هغه ویلي: “دا تر ټولو ټیټه شمېره ده او کېدای شي ووینئ چې تر یوه حده د ثابت پاتې کېدو په حال کې، خو یو ډاروونکی شمېر دی. دا د نه باور وړ شمېر دی چې له تصور پورته رنځ او مرګ انځوروي.”
نیویارک په امریکا کې د کورونا ویروس د خپرېدو مرکز دی چې تر اوسه پکې څه باندې ۱۸۰ زره کسان په دې ویروس اخته شوي. اټکل کیږي چې ټولټال په امریکا ۵۲۰ کسان کورونا نیولي دي.
د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان شوی.
د چین په ووهان کې د ډېسمبر په میاشت کې خپور شوي کوېډ ۱۹ ویروس تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ زره کسانو خپل ژوند بایللی دی.