د کرونا په اړه خبرداریو ته د ټرامپ د بی پامیو افشا کېدا
(last modified Sun, 12 Apr 2020 11:16:03 GMT )
Apr 12, 2020 15:46 Asia/Kabul
  • د کرونا په اړه خبرداریو ته د ټرامپ د بی پامیو افشا کېدا

له دې سره سره چي د کوید۱۹ وایروس د لومړي ځل لپاره په چین کې خپور شو خو اوس مهال د نړۍ په کچه امریکا په کرونا د اخته ناروغانو او د مړو د شمېرني له نظره په اول قطار کې راغلې او کرونا ته د نه پاملرني له وجې د ټرامپ پر حکومت باندې نیوکي زیاتي شوي دي.

په دې لړ کې د نیویورک ټایمز ورځپاڼه لیکي: د امریکا د روغتیایي چارو وزیر په ځلونو د کرونا وایروس د خپراوی په هکله ټرامپ ته خبرداری ورکړی و، ورځپاڼه زیاتوي: د امریکا د روغتیایي چارو وزیر الکس ازار څو هفتې مخکي له دې چي د ټرامپ حکومت مخنیوونکي اقدامات تر سره کړي د کرونا وایروس د خپراوی د احتمال په اړه خبرداری ورکړی و.

ازار د لومړي ځل لپاره د جنورۍ میاشتي پر ۱۸ او د دوهم ځل لپاره د جنوری پر ۳۰ د کرونا وایروس د خپراوی په اړه خبرداری ورکړی و، یوه ورځ وروسته ټرامپ د چین څخه پر سفرونو باندې بندیز ولګاوه، هغه هم په داسي یو شرایطو کې چي د هغې څخه ۱۱ ورځې مخکې په امریکا کې د کرونا لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوې وه.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشته کې د ټرامپ حکومت د کرونا وایروس د خپراوی په وړاندې د چټګ غبرګون په پلي کولو کې ناکامه پاتې شو. ازار په دې اړه وویل: دولت د امریکا په څو ښارونو کې د نظارتي سیسټم په جوړولو بوخت و تر څو د کرونا وایروس د خپراوی موضوع وڅیړي خو له دې سره سره دا لړۍ د څو هفتو لپاره د ځند سره مخ شوه.

په واقعیت کې ټرامپ د مارچ د میاشتي تر ۱۳ پوري په رسمي توګه د کرونا د ګواښ یادونه نه وه کړې د هغه نه وروسته ټرامپ فیصله وکړه چي ملي اضطراري حالت اعلان کړي. د هغه نه وروسته سپیني ماڼۍ د ټولنیز واټن طرحه په دې هیواد کې پلي کړه هغه طرحه چي په دا وروستیو کې د اپریل تر ۲۰۲۰ پوري تمدید شوه.

د امریکا بله مشهوره ورځپاڼه واشنګټن پست په دې اړه لیکي: د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشتې په لومړنیو ورځو کې د امریکا د روغتیایي چارو وزیر الکس ازار د امریکا د ساري ناروغیو د مخنیوی د مدیر رابرت ردفیلد په وسیله د کرونا د خطرې په اړه خبرداری ورکړی و.

د دې خبرې افشا کېدا د امریکا په مهمه ورځپاڼه کې، د کرونا د خپراوی او د انساني ناورین څخه د مخنیوی په موخه د مخنیوونکو اقداماتو ضرورت ته د ټرامپ پر نه پاملرني باندې د نیوکه کونکو لید تائیدوي.

په داسي حال کې چي د شمېرنو پر بنیاد د کرونا د مرض په اړه د ټرامپ د حکومت د سستۍ د امله ممکن تر دوه میلیون زیات امریکایان د دې وایروس ښکار وګرځي او د دې هیواد اقتصاد په خپل تاریخ کې د یو بې مخینې تمتیا سره مخ شي، خو ټرامپ د دولتي چارواکو خبرداریو ته توجه نه کوله او په سادګۍ سره یې د کرونا مرض د ټرافیکي پېښې او د انفلوانزا د ناروغۍ سره په پرتله کولو سره د کرونا وایروس د خپراوی په وړاندې د ملي اقداماتو د پلي کېدو د ضرورت څخه انکار کاوه.

ټرامپ په امریکا کې د ټرافیکي پېښو او د انفلوانزا د مړو زیات شمېر ته په اشارې سره داسي ویل چي دا شمېرني د هیواد د بندېدو سبب نه ګرځی. ټرامپ په قصدي توګه په امریکا او په ټوله نړۍ کې د کرونا وایروس څخه پر پېښو خطرو باندې سترګې پټې کړې.

د روغتیایي چارو اکثره ماهرین او د ټرامپ مخالفینو د کرونا د خپراوی څخه د منخیوی په لړ کې د سختو اقداماتو څخه د ټرامپ د حکومت سستي غندلې ده او دغه تېروتنه په امریکا کې د کرونا د خپراوی او د مرګ ژوبلو عامل بولي.

د امریکا د جان هاپکینز  پوهنتون د شمېرنو پر بنیاد دا هیواد اوس مهال په نړۍ کې د کرونا وایروس د خپراوي په مرکز بدل شوی او تر ۵۰۰ زرو زیات امریکایان په کوید۱۹ وایروس اخته شوي او تر ۲۰ زره زیاتو کسانو هم خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

ټرامپ حتی په داسي خواشینوونکو شرایطو کې د حالاتو پر عادي کولو او د اقتصادي فعالیتونو پر بیا پیلولو باندې ټینګار کوي، البته هغه له دې مخکې هم د امریکا د اقتصاد د بندېدو څخه انکار کاوه.

ټرامپ د مارچ د میاشتي په وروستیو ورځو کې وویل: د اقتصادي فعالیتونو د اوږدمهاله بندېدو تاوان کېدای شي په دې هیواد کې د کرونا وایروس تر خپراوي بتره دی.

داسي معلومیږي چي ټرامپ د امریکا د خلګو د ژوند په غم کې نه دی بلکې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغوی رایو ته یوازي ارزښت ورکوي. په واقعیت کې د امریکا جنجالي ولسمشر د خپل وس په سپمولو سره په دې هیواد کې د انساني مرګ ژوبلو او د اقتصادي تمتیا مسئول دی په داسي حال کې چي د امریکا خلګ باید د کرونا په وړاندې د هغه د ځانمنمو او ناسمو دریځونو تاوان ورکړي.

ټیګونه