چین د کرونا خلاف مبارزه کښې له ایران سره د ملګرتیا په دوام ټینګار وکړ
د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې له کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره له تهران سره د ملګرتیا پراخولو ته د بیجنګ په چمتووالي ټینګار وکړ.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې وانګ يي پرون په دغه ټیلیفوني اړیکه کښې وویل: چین او ایران د دوو سټراټیجکو انډیوالانو په توګه د دوه اړخیز ملاتړ په کارولو سره د کرونا وایرس په وړاندې په پياوړې مبارزې کښې د یو بل مرسته کړې ده او په خپلو ملګرتیاؤ کښې یې یو نوې باب پرانیسته.
د چین د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د ایران خلک د دغه هیواد د حکومت په مدیریت سره د کرونا په وړاندې یوموټې شوې دي او په ایران کښې د کرونا د ناروغانو د شمیر ورځ په ورځ کمیدا ښودنه کوي چې په دغه هیواد کښې کنټرولونکو او مخه نیونکو اقداماتو مثبته نتیجه ورکړې ده.
هغه د کرونا خلاف مبارزه کښې له ایران سره د مرستې لپاره د خپلو ټولو ظرفیتونو کارولو ته د چین په چمتووالي ټینګار وکړ.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم پرون په خپل ټویټر کښې لیکلې وو چې له وانګ یي سره یې د کرونا وایرس خلاف مبارزې په شمول د ځینو ګټو مسائلو، د دواړو هیوادونو ترمینځ د هراړخیزو سټراټیجکو ملګرتیا د ژورتیا او په افغانستان کښې د صلحې د بهیر په هکله د نظر تبادله کړې ده.