په مختلفو دینونو اومکتبونوکې د روژې ځانګړنې(2 )
(last modified Thu, 23 Apr 2020 11:43:37 GMT )
Apr 23, 2020 16:13 Asia/Kabul
  • په مختلفو دینونو اومکتبونوکې د روژې ځانګړنې(2 )

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایت خوږو مینه والو په دې شیبوکې د روژه دخدای میلمستیا نومې لړۍ په نني برخې کې په بیلابیلو دینونو او مکتبونو کې د روژې د اهمّیت او ځانګړنو په باب له دوهم او وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .

خوږو دوستانو  روژه ساتل د انسان له روح او باطن سره  یو غږمله او عبادی عمل دی .غوره انسان شوه،فطرتا،د بدن  ریاضت  او روژه ساتنې  ته اړتیا لري څو په دې رودې سره ،په ځان کې د ارادې او هوډ ځواک پیاوړی کړی او  نفس  زیات  خواهشات  کم کړي او  پخپلو حیواني  یا نفساني خواهشاتو  او ګروهنو  محکوم  نشي  .

                د انسان  خداي فطرت او طبیَعت ، هغه  د فضیلتونو او خوبیانو په لور هدایتوي . الهي پیغمبران هم راغلي دي ، چې  انسان ته د ښه او سم ژند لارې چارې وښئ .دوي  د تاریخ په اوږدو کې بشریّت ته الهي  تعلیمات  وړاندې کړي او خپل پیروکار ئې د خپل خالق  له تعلیماتو او فرمانونو اطاعت ته کاږلي دي . هغه بې ساری خالق  چې دانسان لپاره ئې  له فرښتو هم   لا لوړ مقام  ډالۍ کړی او هغه ته ئې عقل او اختیار وکرړی دی ،  دخپلو رسولانو  په هدایت   سره ئې  دانسان لپاره لاره روښانه کړې ده .  مهربان خداي د خپل تر ټولو غوره او ښه مخلوق لپاره ، درستې زمینې برابرې کړي دي څو د ژوند په لاره کې  پرهیزګارۍ ، نیکمرغۍ او کمال ته ورسیږي .  روژه ساتل  هم  د انسان له روح او باطن سره  یو عږمله  او عبادي عمل دی . دانسان غوره شونه  یا لوړ مقام ،  فطرتا  د بدن ریاضت ا و روژه ساتنې ته اړتیا لري څو  له دې لارې ، په ځان کې د ارادې  او هوډ ځواک پیاوړی کړی  او نفس او باطن  زیات خواهشات  کنټرول کړي  او په یوه هیړ  دخپلو حیواني  شهواتو یا نفساني خواهشتو محکوم نشي .نو ځکه روژه  د انسان له  فطرت سره  بشبړ غږملتیا لري .

Image Caption

 

               دوستانو تکړه او مشهور مفسر علامه طبرسي  په یوه ځاي کې لیکي، روژه د نبیانو اودهغو په امتونو کې،له  حضرته آدم رانیولې تر دې دمه دپام وړ ګرځیدلې ده.امیر المومنین حضرت امام علی علیه السلام  فرمائي؛روژه یو دومره پخوانی عمل دی چې خداوندمتعال هیڅ یو امت ورځينی معاف کړی نه دی :::

 په کلي توګه په تاریخي ارزونو کې پوهیږو چې درستو مذهبونو،ملتونو او پرګنو ، له ډيرو سختیو او کړاؤنو سره د مخامخیدا په وخت،روژه ساتنې ته مخه کوله  .البته  د روژې د ساتنې ډول ئې له یوه بل سره فرق کاوۀ .  په یوه وخت  له خواړو څخه ډډه کول،کله  د نذر  د ترسره کولو لپاره  دچپتیا غوره کول او داسې نور کارونه .د مثال په توګه،یهود قوم غالبا  په هرې هغې موقعې  چې  غوښتل ئې دخدای په  وړاندې  تواضع او  عجز   اختیار کړي ، نو  روژه به ئې ساتله ، څو  پخپلو ګناهانو اعتراف وکړي،د روژې ساتنې  او توبې په وسیله،دخداي تعالی رضا ترلاسه کړي .یهودیانو د روژه ساتنې به وخت ،نه یوازې له خوراک څښاک څخه ډډه کوله،بلکې له لامبلو او د عطرونو له استفادې ئې هم ډډه کوله .

            د الهي نبیانو په تاریخ کې  راغلی دي،چې  درست نبیان د  وحي د ترلاسه کولو مقام او د ایمان لوړې درجې  ته د رسیدو لپاره،روژه ساتله . دوي  په هغه وخت کې یوازې له  خداي تعالی سره په عبادت او راز او نیاز بوخت کیدل ، حضرت موسی علیه السلام یو الهي نبي دی چې د خداي له خوا ئې د مقدس کتاب  له ترلاسه کولو مخکې،څلویښت شپې ورخې (چهیله)  په سینا غرۀ  کې روژه وساتله  او عبادت ئې وکړ  او له خوراک او څښاکه  ئې ډډه وکړه . د یهودیانو په  یوه مقدس کتاب  کې د حضرت داؤد ، عزرا،الیاس ،دانیال  او دځينو نورو ډيرو خاصو بندګانو په څير د خدای دغوره کسانو د  روژې  د ساتنې  خبرې لیکل شوي دي .   

. د یهودیانو په دغه مقدس کتاب یعني په عهد قدیم نومې کتاب کې  راغلي دي ، نو داؤد  له خداي څخه د ماشوم  (د سلامتیا)لپاره دعا وکړه او داؤد روژه ونیوله  او  ووئيل شول چې درسته شپه پر مځکې ویدۀ وو :::

بني اسرائيلو  همداراز  له بت پرستو دښمنانو سره  د جنګ په وخت،په عمومي توګه روژې ساتلې  څو الهي لارښونې په لاښه توګه درک کړي  او له دې سره معلومه شوه چې  د دوي بریالیتوب  د بدني ځواک په خاطر نه ؤ،بلکې  له ګناهانو پاک شونه او توبه  ئې د هغوی د روژې په وسیله ورته غوره بریالیتوب   ډالۍ شوی دی .

                د یهودیانو په شریعت کې،روژه نیولل،له خداي سره دنزدیکیدا د یوې لارې او د روح د کړولو په معنا  ده . په کلي توګه  په یهود دین کې  روژه ساتل،  د هغو عملونو د ټولګې یوه برخه ده چې  یو یهودي  ئې د بدن د کړولو او ذلیل کولو لپاره ترسره کوي . 

Image Caption

 

دیهودیانو په دین کې د روژې د نیولو یوه مهمه ورځ،چې دهغې ورځې روژه ساتل واجب ګن،د: کیپور: ورځ ده .کیپور،د ګناهانو د کفارې  ورکولو په معنا ده .  په تورات کتاب کې  دلومړي ځل لپاره د رومی کال د تیرشي میاشتې په لسمه نیټه د کیپور ورځې لپاره  د روژې  حکم ذکر شوی دی .د کیپور ورځ، د یومِ ادیر،یا د عزتمنې او غوره ورځې  په څیر په نامو سره،یوم مقادوش ، یعنی مقدسه ورځ  او د عاشورا ورځ  بلل کیږي .د نړۍ یهودیان  د کیپور په ورخ،شپه ورځ،یعني له لمر لویدو راهسې دبلې ورځې تر لمر لویدو پورې،یعني پنځه ویشت ساعته روژه نیسي،دوی په دغه ورځ  له عبادت پرته بل هر یوه کاره ډډه کوي او ټول وخت په کنیسه  ګانو(کلیساګانې)کې عبادت  کوي.

د  یهودیانو یوه بله  واجب روژه،د طوت میاشتې لسمه نیټه ده چې د بخت النصر په وسیله د اورشلیم د کلابندۍ  د بيلیدا  په یاد سره  لمانځل کیږي .  په دغه دین کې همداراز د تموز میاشتې په اولسمه نیټه روژه ساتل د اورشلیم د دیوال د ورانیدا یادښت  او رومی سردار تیطس په وسیله د اورشلیم  د فتح او قربانۍ  په خاطر  واجب شوې ده . د  آو میاشتې  نهمه نیټه،یوه بله هغه ورځ ده چې  یهودیان په دې  ورخې روژه نیسي . د تیشري میاشتې  په دریمه نیټه  هم  یوه هغه ورځ ده چې  یهودیان د یهود دنسکوریدا او د یهود حاکم  جدلیا د وژل کیدا په یادونې سره روژه ساتي . دغه  پنځه ورخې  د یهودیانو په دین کې  د روژه نیولو لپاره  ډيرې مهمې دي .

               دوستانو د یهودو  په دین کې د روژې ساتنې لپاره  بله خاص میاشت او یا خاص ورځ  نه ده ښودل شوي .بلکې دوي دخاصو شرائطو په اساس ،  مستحبي روژي نیسي.په حقیقت کې د یهودیانو دمستحبو روژو ساتل،  لازیات د مصیبتونو اوبلاګانو  او  سختیو په دلیل  دي .له ډير پخوا راهسې  یهودیانوله سختیو او بلاګانو دژغورل کیدالپاره غیر مرسومې روژې ساتلې.   په سرچینو او تاریخ کې راغلي دي،چې دوي د روژه ساتنې په ورځو کې  حتی، واړه ماشومان هم  د مور له شیدوورکولو  او  حیوانات هم له څریدو منع کول څو  هغه بلاګانې رفع او دفع شي .

  د یهودیانو مستحبي روژې  په بیلابیلو نیّتونو سره ترسره کیږي ،کله  د  توبې په نیّت سره  او بخښنې غوښتنې په نیّت سره او کله هم د یوه مناسبت او یا غم  د یادونې په خاطر  او یا هم د یوې هیلې آو آرزو  او دحاجت دپوره کیدا   لپاره د هڅې په سبب  روژه ساتي .

Image Caption

 

 =  یهودیان  د یوه مذهبی ره بر یا د (شائول ) په شان دیوه عادل پاچا  دمرګ په وخت  په عمومی توګه روژه نیوله .دوي د پروردګار درضایت دجلبولو  او د الهی مصیبت او عذاب د پخنسې او یا دعذاب دپاي  او مخنیوي  په خاطر د خداي د مهربانۍ د ډالۍ  کیدا لپاره  روژه ساتله .همداراز کله چې  د دښمنانو  له خوا کوم ګواښ یا د حملې خبره کیدلئ،نو  عمومی روژه به ئې  ساتله .

 د یهودیانو په دین کې د مستحبې روژې یو بل مورد،د بدو یا ویرونکو خوبونو د لیدو وخت  دی چې د بدبختۍ یوه نښته  ولرل شي . یهودیانو حتی  د یوه مهم  امر د منل کیدا  یا  دخپلو مردګانو له ارواؤ سره د لیدوکاتو  لپاره  د تیارۍ  په خاطر  روژه نیوله .د زلزلې  یا وچکالۍ او د هغو دنښو نښانو  په څير  دخاصو طبیعي پیښو  درامینځةکیدا په وخت،ددیني  مراجعو د حکم په اساس،د یوې خاصې سیمې پر یهودیانو  جماعتي روژه یه ډله ایزه روژه واجب کیږي . ځيني یهودیان هم دا دود او دستور لري،چې  د خپل مور پلار د د مړینې  په کلیزې کې  یا د خپلو  لوړروتبه دینی عالمانو دمړینې  دکلیزې په مناسبت  مستحبي روژه نیسي .

 په ځينو نورو سرچینو کې،د یهودیانو د روژه نیولو په باب راغلي دي،چې  ددغه مکتب پیروکار په تیره بیا په ایلول میاشتې کې او د دوشنبې او  پنجشنبې په ورځو  مستحبي روژې  نیسي . دوي د نوعبري میاشتې  په شنبې  ورځو  هم د روژې ساتنې ته اهمیّت ورکوي ،د  وادۀ په ورځې  یا  له دې یوه ورځ مخکې د نوي  ژوند د پیلیدا په مناسبت  او له تیرو ګناهانو څخه د  توبې په خاطر  د امکان به بڼه  روژه ساتي .

             د یهودیانو په شریعت کې د انجونو لپاره درست دیني واجبات له دولس کلنۍ او د هلکانو  لپاره  له دیارلس کلنۍ پیلیږي او اجباري دي .  روژه ساتل  هم  په همدغو حکمونو کې راځي . د سالمو کسانو لپاره د روژې د نیولو درست قوانین  وضع  شوي دي  او یهودي عالمانو،ناروغان ،امیندوارې میرمنې  او شیدې ورکونکي میّندې ،هغه انجونې او هلکان چې تر دې دمه بالغ شوي نه دي ،او  بوډاګان  هم ا لبته د دیني مراجعو د مشورې اود هغو د خبرولو په شرط سره  په ځينو خاص شرائطو کې معاف کړي دي . 

 البته د روژې د ساتنې په دستورو کې،د دوهم همیقداش بُت له وخت راهسې تر دې دمه  پکې ځیني بدلونونه راوستل شوي دي .په تیرو وختونو کې له روژې ساتنې سره په یووخت،له اصلي پوښښ پرته له مخصوص ځایه د تورات کتاب  د  راویستلو،د قبرونو د زیاتونو،دشوفار لوستلو،پر مځکې د ویده کیدلو  او له خبرو کولو د ډډه کولو او د دودې موسیقۍ نه آوریدلو په څير ځیني نور عملونه هم  وو.خو نن سبا د یهودیانو د روژې ساتنې درستورې، په تفیلا(لمونځ)کې د اضافي برخو په لوستلو او دتوران اومخصوصو دعاګانو (مزامیرو) په لوستلو سره  اجرا کیږي .

Image Caption

 

            په هرحال،د یهودیانو د دین له نظره،حقیقي روژه ساتل،یوازې  له خوراک څښاک څخه ډډه کول نه دي،بلکې له حقیقي او په رښتیا توبه کولو  پرته،بې ارزښته او بې محتوا ده .البته دا چې  روژه ساتل یوازې  له خواړو او څښلو ډده کول نه دي ، بلکې باید په  خالص نیّت  سره او  له خداوندمتعال سره د نزدیکت   یا تقرب لپاره د یهودیانو له دین سره اړه نه لري  او په نورو دینونو په تیره بیا په اسلام  پاک دین کې  ورته خاص پام شوی دی او په ډير پرتم او ولولې او خاص تواضع سره د روژې په مبارکې میاشتې کې  روژه ساتل کیږي.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه