د کورونا په دوران کښې د ډزبندۍ په ټينګښت کښې د امنيت د شورا په ماتې د آکسفام نيوکه
(last modified Wed, 13 May 2020 12:05:31 GMT )
May 13, 2020 16:35 Asia/Kabul
  • د کورونا په دوران کښې د ډزبندۍ په ټينګښت کښې د امنيت د شورا په ماتې د آکسفام نيوکه

په داسې حال کښې چې د کورونا له کبله هم هغه شان خلق قرباني کيږي او سپارښتنې له دغو وائرسو سره د مقابلې او په نړۍ کښې د جنګ جګړو د ختمولو لپاره د نړيوالې ټولنې په يووالي او پېوستون تاکيد لري د لېبيا او يمن په شمول د نړۍ زياتره سيمې د جنګ او وينې بهېدنې مېدانونه دي.

په همدې وجه د امداد رسونې نړيوالې ادارې د ملګرو ملتو د امنيت شورا د کورونا د خپرېدو په دوران کښې د نړيوالې ډزبندۍ لپاره د موافقې په رامنځته کولو کښې په بې وسۍ تورنه کړه او دغه بې وسي يې يوه غميزناکه ماتې وبلله.

په نړۍ کښې د کورونا په خپرېدو او د نړۍ په ټولو هېوادونو کښې مخنيوي او تدابيرو ته په ضرورت سره د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرش د نړۍ په ټولو هېوادونو کښې د ډزبندۍ د ټينګښت غوښتونکے شوے ؤ.

هغه د نړيوالې ډزبندۍ رامنځته کول، له زيانمنو کسانو سره مرسته او د اقتصادي او اجتماعي احياء چمتوالے د له کوويډ نولس نومې بيمارۍ سره په مقابله کښې د ملګرو ملتو درې اصلي ترجيحات اعلان کړل او له ټولو هېوادونو يې وغوښتل چې په دې لړ کښې ګامونه پورته کړي.

خو د دغې غوښتنې باوجود په ځينو ښکېلو هېوادونو کښې جنګ هم هغه شان دوام لري.

دغه موضوع د دې سبب شوه چې فرانسه او تيونس له امنيت شورا وغواړي چې د کورونا د نړيوالې او پراخې خپرېدنې په خاطر د فوځي جنګ جګړو د فوري بندولو لپاره يو پرېکړليک صادر کړي چې د نړۍ ټول هېوادونه د هغه په اجرا کولو  او د جنګ جګړو په بندولو ژمن شي.

له داسې يو پرېکړليک  څخه د نړۍد اکثرو هېوادونو د هرکلي باوجود يو ځل بيا د امريکې د يو اړخيز پالنې سياست او له چين سره د هغې مقابله د امنيت په شورا کښې د دغه پرېکړليک د رائې اخېستنې خنډ شوه او دغه پرېکړليک په ځاے پاتے شو.

ټرمپ په تېرو هفتو کښې هم د روغتيا په نړيوالې ادارې باندې په سختو نيوکو سره دغه اداره له چين څخه په پلوي توب تورنه کړه.

له بلې خوا چين د روغتيا د نړيوالې ادارې له ملګرتيا څخه په قدرونې سره په پرېکړليک کښې د دغې ادارې د نوم په شتون تاکيد وکړ.

د امنيت په شورا کښې د چين استازي وويل: ټول پکار دے په دې زمينه کښې د کورونا له سياسي کولو او د دروغو له خپرولو سره مخالفت وکړي.پکار دے له دغو وائرسو سره په مقابله کښې د ملګرو ملتو او د روغتيا د نړيوالې ادارې له بنيادي رول څخه ملاتړ وکړوو. او په دې جنګ کښې د کاميابۍ لپاره پکار دے له يو بل سره ملګرتيا ولروو او د خلقو په حالت  باندې غور کول دې ترجيح ولري.

دا حالات د دې سبب شوي دي چې له کورونا سره د مقابلې او د نړيوالې ملګرتياو د پياوړتيا لپاره هغه پرېکړليک چې د نړۍ په جنګ کښې ښکېلو سيمو کښې په فوري ډزبندۍ باندې تاکيد لري له بندون سره مخامخ شي.

په نړۍ کښې د کورونا له کبله د مړو شمېر دوه لکه درې نوي زرو ته رسېدلے دے. د نړۍ مختلف هېوادونه نه يوازې اوسنيو حالاتو ته اندېښمن دي بلکه له کورونا څخه وروسته اقتصادي او اجتماعي عواقب  او له دې مرحلې نه تېرېدل نړيوالې ملګرتيا او تعاون ته ضرورت لري او په دې لړ کښې د امريکې مشکل پېدا کونه هم هغه شان يو ستر خنډ دے چې د زرګونو خلقو ژوند ګواښي. د امنيت د شورا د پرېکړليک د تصويبېدو په سر د واشنګټن خنډ اچونې مشکلات او اندېښنې زياتې کړې دي.

ملګرو ملتو اټکل کړے دے چې د نړۍ اقتصادي اودرېدنه به په دريو تېرو لسيزو کښې د ژوند سطحې د ښه کېدو بهير اپوټه کړي او تقريباً څلور سوه شل ميلين خلق به  له سخت فقر او د ورځې  له دوو ډالرو نه کمې آمدنۍ سره مخامخ کړي.

په داسې حالاتو کښې د امريکې د خنډ اچونې دوام او د نړيوالې ملګرتيا او په نړۍ کښې د جنګ جګړو د ختمولو په سر د هېوادونو د روغه جوړه نه کول د کورونا د بحران د دوام او د هغه د منفي اثراتو د زياتېدو سبب کيږي.

په دې زمينه کښې داسې ښکاري چې نړيواله ټولنه په تېره بيا د سپينې ماڼۍ چارواکي پکار دےد کورونا په اړه د هراړخيزې موافقې د حاصلولو لپاره په ذمه وارۍ قبلونې سره زيات عمل وکړي.

------------------

 

ټیګونه