وینزویلا د ایران د پیټرولو وړونکو بیړیو ساتنه کوي
(last modified Wed, 27 May 2020 00:12:04 GMT )
May 27, 2020 04:42 Asia/Kabul
  • وینزویلا د ایران د پیټرولو وړونکو بیړیو ساتنه کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د وینزویلا دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو لوپز(Vladimir Padrino López ) پرون وویل د دغه هیواد وسله وال ځواکونه به په خپلو سمندري اوبو کښې د ایران د پیټرولو د راوړونکو بیړیو ساتنه وکړي .

هغه په دې خبرې سره چې وینزویلا په خلاصې غیږې سره د ایران د پیټرولو د راوړونکو بیړیو هرکلی کوي زیاته کړه د ایران د پیټرولو د  بیړیو هرکلی او ساتنه د تهران د دغه اقدام د قدرونې لپاره دی .

د وینزویلا د وسله والو ځواکونو قومندنۍ په تیرې سه شنبې شپې په خپلو سمندري اوبو کښې د ایف شپاړس او د سوخو دیرش ډوله جنګي الوتکو په وسیله د ایران د پیټرولو د بیړیو د بدرګه کولو خبر ورکړ او دغه بدرګه یې پرتمینه وبلله .

د ایران اسلامي جمهوریت د وینزویلا د ملت او د حکومت د ملاتړ په لړ کښې چې د امریکا تر اقتصادي کلابندۍ لاندې دي د پیټرولو پینځه(۵) وړونکي بیړۍ دغه هیواد ته استولي دي .

د ایران د پیټرولو وړونکي دوې (۲) بیړۍ یعني فورچون او فارسټ د وینزویلا سواحلو ته رسیدلي دي او هلته یې پیټرول خالي کړي دي .

د ایران د پیټرولو درې (۳) نورې وړونکي بیړۍ چې کلاول ، فکسون او پټونیا نومیږي په فورچون او  فارسټ پسې د وینزویلا د سواحلو په لور د حرکت په حال کښې دي .

د وینزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو په تیرې یکشنبې شبې د خپل هیواد له ملت او حکومت څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو قدرونه وکړه او ویې ویل وینزویلا یوازی نه دی او داسې زړور دوستان لري چې په څنګ کښې ولاړ دي .

 

ټیګونه