د نړيوالې کېفري محکمې بائيکاټ د نړيوالو ادارو په خلاف د ټرمپ يرغلي تګلاره
(last modified Fri, 12 Jun 2020 08:49:22 GMT )
Jun 12, 2020 13:19 Asia/Kabul
  • د نړيوالې کېفري محکمې بائيکاټ د نړيوالو ادارو په خلاف د ټرمپ يرغلي تګلاره

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړيوال ادرو په اړه د بې پروائۍ، نيوکې، ګواښ او ترې د وتلو تګلاره غوره کړې ده.

امريکه تر اوسه د يونېسکو او بشري  حقوقو د شورا په شان له ملګرو ملتوسره وابسته له څو نړيوالوادارو وتلې ده او د نړيوالې کېفري محکمې په خلاف يې د ګواښ تګلاره اختيار کړې ده. اوس د امريکې او صهيونېسټ رژيم په جنايتونو اوجرائمو باندې د غور کولو لپاره د دغې محکمې ارادې ته په پام سره ټرمپ خپل ګواښونه عملي کړي دي.

‌ډونالډ ټرمپ پرون د يو اجرائی فرمان په لاسليکولو سره د نړيوالې کېفري محکمې د بائيکاټولو مجوز صادر کړ. ټرمپ دغه مجوز په افغانستان کښې د امريکې د جرائمو په باره کښې د نړيوالې کېفري محکمې د تحقيقاتو په وجه لاسليک کړےدے.

دغه اجرائي فرمان د امريکې خارجه وزير ته اجازه ورکوي چې د خزانې د وزير په مشورې سره د نړيوالې کېفري محکمې د هغو يو شمېر کارکونکو چې په افغانستان کښې د امريکې د جنګي جرائمو په تحقيقاتو کښې رول لري پانګې بندې کړي. د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو په يو خبري کانفرنس کښې وويل:  نړيواله کېفري محکمه په افغانستان کښې زمونږ د فوځيانو د تحقيق څه حق نه لري  او مونږ د روم د اساسنامې غړي نه يوو.

د امريکې د دفاع وزير مارک اسپېر هم وويل: «د امريکې د فوځيانو د تحقيق لپاره د نړيوالې کېفري محکمې کوششونه له نړيوالو قوانينو سره سمون نه خوري.»

په حقيقت کښې واشنګټن په افغانستان کښې د امريکائي فوځيانو د جنايتونو په باره کښې د نړيوالې کېفري محکمې د تحقيقاتو د بهير له شروع کېدو څخه د مخنيوي لپاره په يو واروړاندې اقدام کښې دغه اجرائي فرمان صادر کړے دے. البته  دا ځل هم امريکنيانو له يو لړ بهانو سره چې تل يې مطرح کوي کار اخېستے دے او د دغې محکمې د صلاحيت نه لرلو له ادعا نه علاوه د دغې نړيوالې محکمې د کار په بهير کښې د روسانو د لاس لرلو خندونکې بهانه جوړه کړې ده. د امريکې د عدليې وزير ويليم بار ادعا وکړه چې امريکه په نړيوالې کېفري محکمه کښې د فساد په باره کښې موثقه اطلاعات لري او روسيه يې د دغې محکمې په چارو کښې په لاس وهلو تورنه کړه.

په بنيادي توګه د ټرمپ حکومت د امريکې د بهرني سياست په ډګر کښې له زور او د هېوادونو او نړيوالو ادارو له ګواښ څخه د استفادې تګلاره غوره کړې ده. او د نړيوالې کېفري محکمې په باره کښې يې هم دغه طريقه خپله کړې ده. دغه محکمه په ۲۰۰۲ کال کښې د نسل وژنې، جنګي جنايتونو او د بشري ضدو جنايتونو په  دوسيو د غوره کولو لپاره جوړه شوه. خو امريکه او صهيونېسټ رژيم  ورسره له يوځاےکېدو څخه ډډه کړې ده. مالي بائيکاټ، امريکې ته د محکمې د قاضيانو او څارنوالانو د ورتلو منعې  او د محکمې د چارواکو په خلاف قانوني چارو جوئي ځينې هغه ګواښونه دي چې تراوسه د ټرمپ لخوا د دغې نړيوالې محکمې او د هغې د کارکونکو په خلاف ترسره شوي دي. د امريکې دغه تګلاره د ملګرو ملتو او حتی د واشنګټن د اروپائي انډيوالانو له منفي ردعمل سره مخامخ شوې ده.

د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرش  د نړيوالې کېفري محکمط د بائيکاټ د مجوز په صادرولو کښې د امريکې د ولسمشر په اقدام اندېښنه څرګنده کړه. د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل د يوې بيانيې په صادرولو سره د دغې محکمې په خلاف د ټرمپ اقدام وغندۀ.

د ټرمپ د حکومت لوړ رتبه چارواکو له دې مخکښې خبردارے ورکړے ؤ چې د واشنګټن او صهيونېسټ رژيم په خلاف د نړيوالې کېفري محکمې له راتلونکو او احتمالي تحقيقاتو سره د مقابلې لپاره کېدې شي واشنګټن دغه محکمه بائيکاټ کړي.

د ټرمپ د حکومتي چارواکو له نظره امريکنيان د نړۍ له نورو خلقو اوچت دي او حتی د افغانستان د جنګ په شمول په جنګون کښې خپلو جنايتکارانه اقداماتو ته د ځواب ويلو په مقام کښې نه دي. البته د ټرمپ حکومت دغه موقف د صهيونېسټ رژيم په باره کښې هم لري.د ټرمپ وروستے اقدام په نړيوال ډګر کښې د خپلو غوښتنو او اهدافو د پوره کولو لپاره  د امريکې زور او ګواښ د پاليسۍ او د نړيوالې کېفري محکمې په شمول د هغو نړيوالو ادارو په اړه د پوره بې پروائۍ د سياست څرګنده نښه ده چې په نړيوال ډګر کښې د بشريت په خلاف د جنايتونو او جنګي جرائمو د عاملانو په خلاف د عدل او انصاف د اجرا په لړ کښې فعاليت کوي.

-----------

 

ټیګونه