متحده عربي امارات د خلیفه حفتر مالي ملاتړ کوي
زمونږ خبریال وايي د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین په عربي نړۍ کښې د انقرې د سلطې غوښتنې ته د ترکیې د ګروهنې په باره کښې د متحده عربي اماراتو د سلاکار وزیر انور قرقاش څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل متحده عربي امارات په لیبیا کښې د جنرال خلیفه حفتر تر امر لاندې د ملیشا ځواکونو د مالي ملاتړ مسول دی .
هغه ټینګار وکړ ترکیه له لیبیا سره د خپلو لویدیځو سرحدونو په هکله د مصر امنیتي اندیښنې درک کوي خو قاهره د خلیفه حفتر تر امر لاندې له ځواکونو په ملاتړ کولو کښې غلط سیاست تعقیبوي .
د ترکیې د دغه چارواکي ابراهیم کالین دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږي چې د لیبیا د ملي وفاق د حکومت تر امر لاندې ځواکونه په تیرو اونیو کښې د ترکیې په ملاتړ سره وتوانیدل زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړي او په ډیرو سیمو کښې د خلیفه حفتر تر امر لاندې ځواکونه شاتګ وکړي .
متحده عربي امارات له سعودي عربستان او مصر سره یوځاې په لیبیا کښې د خلیفه حفتر له ځواکونو سره مالي او پوځي مرستې کوي .
متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان دغه راز د امریکا او د انګلستان په مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د مظلومو خلکو پرضد بریدونو او کلابندیو ته دوام ورکړی دی .