په چین کښې له کورونا سره مقابلې لپاره د نوې واکسن جوړول
(last modified Sat, 27 Jun 2020 06:47:43 GMT )
Jun 27, 2020 11:17 Asia/Kabul
  • په چین کښې له کورونا سره مقابلې لپاره د نوې واکسن جوړول

د چین د ملي طبي محصولاتو ادارې له کورونا ویروس سره مقابلې لپاره د نوې واکسن جوړولو خبر ورکړ.

د چین د مرکزي تلویزیون د راپور له مخې، د چین د ملي طبي محصولاتو ادارې نن خبر ورکړ، دا واکسن چې آر کو وي نومیږي په خپل ډول کې ځانګړی دی او د لومړي ځل لپاره په چین کې د کلینیکي ازموینو لپاره تصویب شوی.
څیړنې څرګنده وي، دا واکسن چې په موږکانو او چنګاښ خوړونکې بیزوګانو باندې آزموینې شوې دي، دا کولی شي په بدن کې په د لوړې درجې انټي باډيز تولید کړي او د کورونا ویرس پروړاندې د بدن له حجرو ساتنه وکړي.
د ملي روغتیا کمیشن هم نن په دغه هیواد کښې په تیرو ۲۴ ساعتو کښې په کورونا ویروس د ککړو نوې شمیر تر درې اتیا زره او څلور سوه درې اتیا وښود.
د دې راپور له مخې، په چین کښې د دې ویروس له امله تر څلور زرو او شپږسوه څلور دیرش کسان مړه شوې دي.
 

ټیګونه