امريکه د سياسي تاوتريخوالو په لور د حرکت په لار کښې
په امريکه کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وخت په نزدې کېدو سره دغه هېواد په وروستيو لسيزو کښې له بل هر وخت نه زيات د سياسي تاوتريخوالي لوری ده ديکه کولې شي.
په امريکه کښې له تاوتريخولو ډکو ترټولووروستيو سياسي نښتو کښې د اورګان ايالت په پورټلېنډ ښار کښې د نسل پرستۍ خلاف فعالانو سره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړو د موټرو له يو کاروان سره په مخامخېدنه کښې يو تن وژل شو. له دې وروسته ټرمپ په خپلو ټوئيټونو کښې له سياسي تاوتريخوالو سره د مقابلې لپاره د زور د کارولو غوښتونکے شو او د امريکې د کورني امنيت وزارت هم په دغه هېواد کښې په نابرابريو باندې د اعتراض کونکو د ځپلو لپاره د مېز د پاسه د ټولو آپشنونو خبره وکړه.
په امريکه کښې د تاوتريخوالو نوے پړاو څو مياشتې مخکښې او د يو سپين پوستکي پوليس تر زنګانه لاندې د يو تورپوستکي جارج فلويډ د وژل کېدو د ويډيو له خپرېدو وروسته شروع شو.البته په ابتداء کښې په امريکه کښې د نابرابريو په خلاف احتجاجونو مدني او صلح ايز اړخ لرۀ خو د احتجاج کونکو په خلاف د پوليسو لخوا د تشدد په کارولو سره احتجاجونو ورو ورو ريډيکل او مخرب شکل اختيار کړ، تردې چې يو شمېر احتجاج کونکي ووژل شول او يا هم ژوبل شول او ګڼ شمېر هم ونيول شول او جېلونو کښې واچول شول. په مقابل کښې هم په ځينو ښارونو کښې احتجاج کونکو په عمومي او خصوصي اموالو حملې وکړې او د غلامۍ د دور زياترې مجسمې او ځايونه يې ويجاړ کړل.
په امريکه کښې د نسل پرستۍ په خلاف له اجتجاجونو او په دغه هېواد کښې د انتخاباتي سياليو اوج ته له رسېدو سره په يو وخت په تاوتريخوالو کښې هم اضافه شوې ده. له يوې خوا د ټرمپ مخالفين کوشش کوي چې د نابرابريو په خلاف په سړکونو کښې په شتون او د نابرابريو په خلاف احتجاجونو سره د امريکې د اوسني ولسمشر له بيا کاميابېدو څخه مخنيوے وکړي. له بلې خواهم ټرمپ د سړکونوتاوتريخوالو ته په لمن وهلو سره کوشش کوي چې خپل ملاتړ هم په انتخاباتو کښې د بيدا کاميابېدو لپاره سړکونو ته راکاږي.
په دغو انتخاباتو کښې د ډېموکرېټانو نامزد جوبائيډن هم په يوې بيانيه کښې د سړکونو د تاوتريخوالو په غندلو کښې وائي: ټرمپ په ډاګه تاوتريخوالو ته زياته هڅونه کوي.
خو داسې نه ښکاري چې د امريکې په ښارونواو سړکونو کښې دغه مخ په زياتېدو سياسي تاوتريخوالي په راتلونکو دوو مياشتو کښې کمښت پېدا کړي. د روان کال د نومبر د انتخاباتو دواړو خواو يعنې هم ډېموکرېټانو او هم ري پبلکنانو له خپلو پلويانو غوښتي دي خيال وکړي چې دغه انتخابات د هغوي د ژوند په دوران کښې ترټولو مهم انتخابات دي. ري پبلکنان ډېموکرېټان سوشلېسټان،کميونسټان، آنارشېسټ او ګډوډې جوړونکي بولي چې غواړي امريکه نابوده کړي، په مقابل کښې هم ډېموکرېټان ري پبلېکنان فاشېسټان او ډېکټاټوران ګڼي چې غواړي انفرادي او اجتماعي آزادۍ له منځه يوسي.
دغه حالت د دې سبب شوے دے امريکه له بل هر وخت نه زياته د نولسمې پېړۍ په نيمائۍ کښې د کورني جنګ له ختمېدو نه بۍ په دغه هېواد کښې يو نوي کورني جنګ ته نزدې کيږي تر دې حده چې بائيډن وائي: «مونږ پکار نه دي داسې هېواد يوو چې پکښې له خپلو ځانونو سره وجنګيږوو.»
خو دا چې بالاخره داسې حالات پېدا نه شي چې امريکايان د يو بل په مقابل کښې جنګ ته راودانګي د امريکې د سياستوالانو تعامل او د هېواد راتلونکي ته د سختو اندېښمنو ښاريزو زغم سره تړاو لري.
-----