بریتانیا او اروپايي اتحادیه غونډه کوي
زمونږ خبریال وايي د برګزیټ په هکله د اروپایي اتحادیې او د بریتانیا اتمه (۸) غونډه به د سپتمبر د میاشتې له پینځلسمې (۱۵) تر اوولسمي (۱۷) نیټې پورې ترسره شي .
د اروپايي اتحادیې او د انګلستان د خبرو اترو د اتم (۸) پړاو په درشل کښې د بریتانیا حکومت له موافقې پرته د مخ په وړاندې حرکت لپاره خپله اراده وښودله او شاید د دوې ترمینځ د اکتوبر د میاشتې تر پینځلسمې (۱۵) نیټې پورې موافقه وشي .
په همدې لړ کښې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن یوه(۱) لایحه د هغه څه په هدف سره چې د دغه هیواد د کورني بازار د امنیت او د خوځندوالي تضمین یې بللی دی خپره کړي ده او د پارلمان په استازیو یې غږ کړی چې د دغه لایحې ملاتړ وکړي .
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د اروپايي اتحادیې ضد استازیو ته ژمنه ورکړي ده د ازاد تجارت په زمینه کښې د موافقې د نه ترلاسه کیدا په بڼه کښې له دغه اتحادیې څخه د وتلو موافقه لغو کوي .