هندوستان د ایټمي خولې د وړلو وړتیا لرونکې بالسټک توغندې وآزمایه
د هندوستان پوځ له چین سره د روانې کشالې په دې کړکیچنو حالاتو کښې له ځمکې نه د ځمکې د ویشتلو او د ایټمي خولې د وړلو قابلیت لرونکي بالسټک توغندي د کامیابې آزموینې خبر ورکړ.
د هندوستان پوځ له چین سره د روانې کشالې په دې کړکیچنو حالاتو کښې له ځمکې نه د ځمکې د ویشتلو او د ایټمي خولې د وړلو قابلیت لرونکي بالسټک توغندي د کامیابې آزموینې خبر ورکړ.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د شاریا Shaurya په نوم دغه توغندې پرون په اُډیسا Odisha صوبه کښې د هندوستان د پوځ له یو دفاعي مرکزه وتوغول شو.
د یاد توغندي د ویشتلو واټن ۸۰۰ کیلومیټره اعلان شوی دی.
په شاریا توغندي کښې کارول کیدونکي سونګ له جامد ډول څخه دي او د هندوستان د ادعا له مخې، د دښمن راډارونه غولولې شي.
له دې نه علاوه دغه میزایل د څه باندې ۱۰۰۰ کیلوګرامه درنې ایټمي خولۍ د وړلو توان لري.
د هندوستان پوځ تیره چارشنبه هم د "براهموس" BrahMos په نامه یو توغندې له هم دې صوبې څخه په کامیابۍ سره توغولې و.