د ټرمپ نزدې مرستيال هم په کورونا اخته شو
(last modified Sun, 04 Oct 2020 07:54:37 GMT )
Oct 04, 2020 12:24 Asia/Kabul
  • د ټرمپ نزدې مرستيال هم په کورونا اخته شو

د سپينې ماڼۍ يو چارواکي د امريکې ولسمشر ته ډېر نزدې مرستيال په کورونا د اخته کېدو خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې دسپينې ماڼۍ يو چارواکي له سي اېن اېن آمريکائي چېنل سره په مرکه کښې ډونالډ ټرمپ ته د ډېر نزدې مرستيال نېکلاس لونا په کورونا اخته کېدل تائيد کړ.

د تېرې جمعې په ورځ د ټرمپ او مېرمن د کورونا ټېسټ له مثبت کېدو وروسته لږ تر لږه نهو تنو هغو کارکونکو، خبريالانو او د کانګرس استازيو چې په سپينه ماڼۍ کښې موجود وو په کورونا باندې اخته کېدل تائيد شول.

ټرمپ په داسې حال کښې په کورونا وائرسو اخته شو چې په دې وروستيو مياشتو کښې په امريکه کښې او د هغه د اعلانولو او مديريت کښې د بې پروائۍ په وجه په امريکه کښې د دغو وائرسو د خپرېدو د شروع کېدو له وخته نه د دغه هېواد د خلقو او چارواکو لخوا غندل شوےدے.

امريکه همدا اوس په کورونا وائرسو د اخته کېدو له نظره او هم يې په وجه د مرګ او مړينې د اندازې له نظره  د نړۍ د هېوادونو په سر کښې شتون لري.

 

ټیګونه