له ايران څخه د ټيلفوني تماس په اړه د ټرمپ د ادعا تکرار
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو ادعاګانواو توهماتو په تکرارولو سر ادعا وکړه، د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې لهکاميابۍ وروسته وړومبنے ټيلفوني تماس به له ايران څخه وي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې ډونالډ ټرمپ بېګا په نواډا ايالت کښې په يوې انتخاباتي غونډه کښې د خپل ډېموکرېټ سيال جوبائيډن له دريځونو څخه په نيوکې سره ادعا وکړه، وړومبنے هېواد چې په انتخاباتو کښې د هغه له کاميابېدو نه پس به له هغه سره تماس نيسي ايران به وي.
د امريکې ولسمشر او لوړرتبه حومتي چارواکي په دې وروستيو مياشتو کښې په ځلونو په خپلو وېناګانواو ټوئيټونوکښې په څرګنده يا اشارتا له ايران سره د خبروترو غوښتونکي شوي دي.
ټرمپ او د هغه د حکومت لوړ رتبه چارواکي په داسېحال کښې له ايران سره د خبرو اترو خبره کوي چې واشنګټن په 2018 کال کښې له برجام ايټمي موافقې څخه چې د رامنځته کېدو لپاره يې څو کلونه خبرې اترې شوې وې ووتۀ او د ايټمي بائيکاټو د ستنېدو اعلان يې وکړ.
د ډونالډ ټرمپ د حکومت دغه اقدام له پراخو کورنيو او نړيوالو نيوکو سره مخامخ شوے دے.