ایران د مذهبي ازادیو خلاف ورزۍ کوي
تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو بیګا د مذهبي ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې (۱) خبرپاڼه کښې یوځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د امریکا د سیاستونو مخالف هیوادونه د مذهبي ازادیو په خلاف ورزۍ کولو تورن کړل .
امریکا تل د خپلو سیاستونو مخالف هیوادونه د مذهبي ازادیو په خلاف ورزۍ کولو تورنوي .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو مخکې هم د خارجه وزارت د مذهبي ازادیو د کلني راپور د مخ کتنې په وخت ادعا کړي وه په ایران کښې د یهودیانو او د عیسایانو په شمول د الهي دینونو پیروان ځپل کیږي .
د امریکا د خارجه وزیر دغه چټي څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د یهودیانو او د عیسایانو په شمول د الهي دینونو پیروان په دې سربیره چې د ایران په اسلامي ټولنه کښې د مسلمانانو په شان برابر حقوق لري په اسلامي شورا یعني پارلمان کښې استازی هم لري .
په ایران کښې دیني اقلیتونو تراوسه په ځلونو د بیانیو په خپرولو سره ویلي دي چې په ایران اسلامي جمهوریت کښې د دیني لږکیو د حقوقو د خلاف ورزۍ کولو په هکله د امریکا د چارواکو څرګندونې بې بنسټه او بې اساسه دي او دغه څرګندونې یوازې د ایران پرضد په معلومو هدفونو سره د سیاسي پروپاګنډو په لړ کښې ترسره کیږي .