امریکا په اماراتو کې خپلو ښاریزو ته هوښیارتیا خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93845-امریکا_په_اماراتو_کې_خپلو_ښاریزو_ته_هوښیارتیا_خبرداری_ورکړ
په سعودي عربستان کې دامریکا سفارت هم له دې مخکې په ریاض کې د خپلو ښاریزو لپاره امنیتي تابیاوې صادرې کړې وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2020 11:00 Asia/Kabul
  • امریکا په اماراتو کې خپلو ښاریزو ته هوښیارتیا خبرداری ورکړ

په سعودي عربستان کې دامریکا سفارت هم له دې مخکې په ریاض کې د خپلو ښاریزو لپاره امنیتي تابیاوې صادرې کړې وي .

روسیا الیوم خبری چینل راپور ورکړی په متحده عربی اماراتو کې د امریکا سفارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،دامریکا خارجه وزارت د فارس خلیج دڅنډې په عربوهیوادونو کې دحملو او ددغه هیواد  په ښاریزو او  ګټو داحتمالي  بریدونو په اړه اندیښمن دی .

 دامریکا سفارت په اماراتو کې پر خپلو ښاریزو غږ کړی،چې عمومي ځایونو کې دې دير کم تګ راتګ وکړي او د هغو پيښو په نسبت چې ددوي په شاوخوا چاپيریال او د سیلانیانو د غونډیدو په ځایونو کې پيښږي، هوښیار او ځير ووسي .

 په سعودي عربستان کې دامریکا سفارت هم له دې مخکې په ریاض کې د خپلو ښاریزو لپاره  امنیتي تابیاوې  صادرې کړې وي .ددغه راپور په اساس،په عربستان کې د امریکا سفارت اعلان کړی ؤد ریاض له خوائې د توغندوي او د بې پيلوټه الوتکو د احتمالي حملې راپورونه ترلاسه کړي دي .