په امریکا کې جنجالي انتخاباتو بهیر لا ترینګلی شوی دی
ممکنه ده په دغه بې نظمۍ او اړۍ ګړئ کې دامریکا په زیاتره سیمو کې د دواړو لورو ترمینځ وسلوالې شخړې هم رامینځة شي ، ځکه د انتخاباتو له ورځې مخکې د دواړو لورو پلویانو تر ډيره حده وسلې اخستي او دا احتمال ئې ورکاوه چې ممکنه ده د انتخاباتو له نتیجو وروسته په اړۍ ګړۍ کې ورځيني استفاده وکړي .
زمونږخبریال دسی این این ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړی ، دډیموکراټانو دکاندید جوبایډن انتخاباتي کمیشن بیګا د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو دنتیجو د نه منلو په باب دراپورونو په غبرګون کې جدی غبرګون ښودلی او وئيلی ئې دي ، متحده ایالات تیریګر له سپینې ماڼۍ تر بهر ویستلو کې ورسره ملګرتیا کولی شي .
راپورښئ ، د جوبایډن د انتخاباتي کمیشن غبرګون په هغو راپورونو دی چې پکې راغلی دي ،ټرمپ د ولسمشرۍ دانتخاباتو د نتیجو د منلو لپاره هیڅ اراده نه لري .
ډونالډټرمپ په همدارووستیو کې له خپلو متحدانو سره په خبرو کې وئیلی دي ، جوبایډن ته د تسلیمیدو یا د واک د ورسپارلو لپاره هیڅ اراده نه لري .
له دې سره په یووخت د ډونالډټرمپ انتخاباتي کمیشن هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره په وروستیو انتخاباتو کې د جوبایډن د مخکښ کیدا په غبرګون کې وئیلی دي ، د امریکا ولسمشر په پنسلوانیا، جارجیا او ځینو نورو ایالتونو کې لا زیاتو بې نظمیو په دلیل ، دماتې منلو ته هیڅکله هم نه تیاریږی ، بلکې په دغو ایالتونو کې د رایو د بیرته شمیرلو په غوښتنې پسې دی .
په دغې اعلامیې کې ادعا شوې په نواډا ایالت کې هم په زرګونو راي په غیر قانوني توګه اچول شوي دی او دغه راز د ټرمپ بریالیتوب په ناکامۍ بدل کړائ شوی دی . وروستي راپورونه ښئ چې تر دې دمه د الیکټرال کالج په رایو کې هم جوبایډن دوه سوه څلورشپیته او ډونالډټرمپ هم دوه سوه څوارلس راي ګټلي دي ، خو وئيل کیږي ، په ولسی رایو کې هم تر دې دمه بایډن د ټرمپ په نسبت ډیرې زیاتې رائي ترلاسه کړي دي. راپورونه ښئ چې ممکنه ده په دغه بې نظمۍ او اړۍ ګړئ کې دامریکا په زیاتره سیمو کې د دواړو لورو ترمینځ وسلوالې شخړې هم رامینځة شي ، ځکه د انتخاباتو له ورځې مخکې د دواړو لورو پلویانو تر ډيره حده وسلې اخستي او دا احتمال ئې ورکاوه چې ممکنه ده د انتخاباتو له نتیجو وروسته په اړۍ ګړۍ کې ورځيني استفاده وکړي .