ډونالډ ټرمپ لاړ او قدس د تل لپاره پاتې کیږي
زمونږ خبریال وايي د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډونالډ ټرمپ ماتي ته په غبرګون کښې وویل ټرمپ چې د فلسطین د مسلې د له مینځه وړلو هڅه یې کوله لاړ او بې درکه شو داپه داسې حال کښې دي چې قدس د تل لپاره پاتې کیږي .
اسماعیل هنیه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې له صهیونیسټ نیواکګر رژیم څخه پلویتوب په امریکا کښې د ټولو حکومتونو ثابت سیاست و او دی له منتخب ولسمشر جوبایډن وغوښتل د فلسطین د ملت په حق کښې د واشنګټن د چارواکو د ظالمانه سیاستونو بهیر اصلاح کړي .
د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه دغه راز د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن په حکومت غږ وکړ د پیړۍ د معاملې پلان او قدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو کار چې د ټولو نړیوالو پریکړه لیکونو او د ټولو دریځونو مخالف دی لغو کړي .