سي اېن اېن:
ټرمپ د سپينې ماڼۍ درې نور لوړرتبه چارواکي څنګته کوي
Nov 11, 2020 05:30 Asia/Kabul
د امريکې يو خبري چېنل وويل چې د امريکې ولسمشر کوشش کوي د خپل حکومت په وروستيو ورځو کښېد سپينې ماڼۍ درې نور لوړ رتبه چارواکي لرې کړي.
د سي اېن اېن خبري چېنل د رپوټ له مخې ډونالډ ټرمپ د امريکې د سي آئي اے د مشر په شمول درې نور لوړرتبه چارواکي د خپل حکومت له ختمېدو مخکښې څنګته کړي.
دا خبر په داسې حال کښې خپريږي چې ډونالډ ټرمپ د تېر ګل په ورځ په يو ټوئيټ کښې د مارک اسپر د لرې کولو خبر ورکړ او وې ويل، له ترهه ګرۍسره د مبارزې د ملې مرکز مدير کرېسټوفر مېلر يې د امريکې د دفاع د وزارت د سرپرست په توګه ټاکلےدے.
د امريکې د دفاع د وزير مارک اسپر له څنګته کولو يوازې يوه ورځ وروسته د هغه مرستيال او د پېنټاګان يو ترټولو لوړ سياسي چارواکي جيمز انډرسون هم بېګا استعفاء ورکړه.