ناټو په افغانستان کښې په پوځي شتون ټینګار وکړ
زمونږ خبریال وايي د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ (Jens Stoltenberg) په افغانستان کښې د امریکا په قومندنۍ د خارجي عسکرو د شتون په دوام ټینګار وکړ .
هغه پرون ادعا وکړه په افغانستان کښې د بهرنیو پوځیانو د شتون دوام سبب کیږي چې دوې افغان عسکرو ته روزنه ورکړي چې د افغانستان عسکر وکولای شي د اشرف غني د حکومت د وسله والو مخالفو ډلو په وړاندې د ځان دفاع وکړي .
د ناټو مشر په دوام کښې ادعا وکړه له افغانستان څخه د خارجي عسکرو په وتلو سره به دغه هیواد یوځل بیا د ترهګرو لپاره په یوه(۱) ځای بدل شي او داعش ترهګره ډله به له سره منظمه شي او په دغه هیواد کښې به یوځل بیا حملو ته دوام ورکړي .
د ناټو د مشر ینس اسټولټنبرګ دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د سیمې د سیاسي مسائیلو کارپیژاندي د افغانستان په جنګ کښې د امریکا پوځي کړچار ماتي خوړلی ګڼي او باوري دي د داعش په شمول ترهګرې ډلې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو لخوا جوړې کړې شوي او دغه هیوادونه(امریکا او اروپا ) د سوریې او د عراق له حکومتونو سره په جنګ کښې د داعش ډلې په ملاتړ کولو سره د دغو هیوادونو د لسګونو زرو بې ګناه خلکو د وژلې سبب شوي دي .