په قدس شریف کې د عربي هیوادونو له خوا د سفارتونو پر خلاصونې د ترکیې نیوکې
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چي په قدس شریف کې د عربي هیوادونو له خوا د سفارتونو خلاصېدا به د فلسطیني دولت د جوړېدو امکان کمزوري کړي.
د روشیا الیوم په حواله، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اسلامي ملګرتیاو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په ناسته کې دغه خبره کړې او د اړیکو د عادي کولو په مقابل کې د فلسطیني سیمو د لاندې کولو د لړۍ درېدا د صهیونیستانو له خوا یوه ستره توطئه بللې.
هغه وویل: د اسرائیل د لاندې کولو د سیاست تر سیوري لاندې د فلسطین یوموټۍ او خپلواکي ادارې تشکیل ناممکن دی.
امارات او بحرین په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په شتون سره د صهونیستي رژیم سره د اړیکو د رغولو موافقه لاسلیک کړ.
د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف الزیانی ویلي چي په تل ابیب کې سفارت خلاصېدا د آل خلیفه د رژیم د لومړیتوبونو څخه دی.
د فلسطین لومړي وزیر محمد اشتیه وویل: د صهیونیستي رژیم سره په نیواکي فلسطین کې د سفارت د خلاصونې لپاره د عربي هیوادونو مذاکرات خواشینوونکې خبره ده.