چین ګواښ کړی:
دانګ فنګ وژونکي توغندۍ پردیو کښتیو ته سترګې په لاره دي
په داسي حال کې چي يرتانیه او هند پر چین باندې د فشار د راوستلو په موخه خپلي جنګي کښتۍ یې دې هیواد ته نږدې استولي، بیجینګ د هر ډول لمسوونکو خوځښتونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د یکشنبې په ورځ د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چي برتانیه او هند غواړي پر چین باندې د فشار راوستلو په موخه خپلي جنګي کښتۍ د دې هیواد د سمندري حدودو سره ځای پر ځای کړي.
د جاپان دولت هم دغه خبره تائید کړې ده.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې هم د هند د سمندري ځواکونو د یو قومندان په حواله لیکلی دی چي دغه هیواد به یوه جنګي کښتۍ د چین د اوبو سره ځای پر ځای کړي تر څو د چین د چین د سترو جنګي کښتیو سره مقابله وکړي.
ګلوبل ټایمز لیکي هند او برتانیه بجینګ سره د سمندري جګړې په لټه کې نه دي بلکي د امریکا له سمندري ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه په سیمه کې حضور مومي.
دغه چینایی ورځپانې د ډانګ فنګ توغندیو وروستیو توغونو ته په اشارې سره په سیمه کې د پردیو ځواکونو له خوا د فوځي مقابلې د پایلي په اړه خبرداری ورکړې ده.