په ترکيې د امريکې بنديزونه او د هغو نتائج
(last modified Tue, 15 Dec 2020 10:23:12 GMT )
Dec 15, 2020 14:53 Asia/Kabul
  • په ترکيې د امريکې بنديزونه او د هغو نتائج

د امريکې د خزانې وزارت پرون وويل، د ترکيې دفاعي صنائع او د هغه هېواد څلور چارواکي د اېس ۴۰۰ نومې توغنده اي دفاعي سېسټم په اخېستلو کښې د انقرې د اقدام په وجه بائيکاټ کړې شوي دي. د ترکيې د دفاعي صنائعو مشر اسماعيل دمير له هغو کسانو څخه دے چې د امريکې د خزانې د وزارت لخوا پرې بنديزونه لګيدلي دي.

په دې وروستيو مياشتو کښې د اېس ۴۰۰ نومې روسي توغنده اي دفاعي سېسټم د اخېستلو په سر د امريکې او ترکيې ترمېنځ تاوتريخوالے زيات شوے دے او واشنګټن خبردارے ورکړے ؤ چې په داسې صورت کښې چې انقره له ماسکو اېس ۴۰۰ سېسټم ترلاسه کړي، د واشنګټن له بنديزونو سره به مخامخ شي. خو انقرې د امريکې مخالفت او ګواښونوته بې له پامه له روسيې سره د فوځي ملګرتيا په دوام تاکيد کړے دے. د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف په دې حقله وويل: د اېس ۴۰۰ نومې سېسټم د اخېستلو په وجه په ترکيې باندې د امريکې بنديزونه د فني – فوخي ملګرتياو په ډګر کښې د واشنګټن حېثيت او اعتبار نه زياتوي.

د اېس ۴۰۰ توغنده اي سېسټم د خرڅولو معاهده په ۲۰۱۷ کال کښې د روسيې او ترکيې ترمېنځ لاس ليک شوه او د دغه سېسټم حواله کول هم د ۲۰۱۹ کال له جولائۍ څخه شروع شول. اوس هم د دغه توغنده اي سېسټم د ځاے پرځاے کېدو بهير روان دے. د ترکيې لوړرتبه چارواکو په خاصه توګه د دغه هېواد ولسمشر رجب طيب اردوغان په ځلونو ويلي دي چې ترکيه حق لري چې د خپلو وسلو په باره کښې چې دفاعي ضرورتونو ته په پام سره ټاکل شوې دي د عمل خپلواکي ولري، همدارنګ هغه په ځلونو تاکيد کړے دے چې د اېس ۴۰۰ توغنده اي سېسټم اخېستل له امريکې څخه د اېف ۳۵ جنګي الوتکوله اخېستلو سره هيڅ تعارض نه لري.

همدارنګ د امريکې کانګرس د اېس ۴۰۰ توغنده اي سېسټم د اخېستلو په وجه ترکيې ته سزا ورکولو غوښتونکے ؤ او په ځلونو يې د ټرمپ له حکومته غوښتي وو چې د کاټسا قانون په چوکاټ کښې دې به انقرې بنديزونه ولګوي. د دغه قانون له مخې چې د ۲۰۱۷ کال په اګست کښې ټرمپ لاسليک کړ هغه هېوادونه چې له روسيې سره د مهمو وسلو معاهدې لاسليک کړي د امريکې په بنديزونو کښې شامليږي.

په وروستيو کلونو کښې د امريکې ترکيې تعلقاتو د لوړو ژورو بهير لرلے دے. انقرې هيله لرله چې د ډونالډ ترمپ د اقتدار په دوران کښې به د دواړو هېوادونو تعلقات ښه شي، خو له روسيې  څخه د اېس ۴۰۰ توغنده اي سېسټم د اخېستلو، په ترکيې باندې د اېف ۳۵ جنګي الوتکو له خرڅولو نه په انکار کښې د امريکې تلافي لټونکي اقدام او اوس هم د ترکيې د دفاعي صنائعو او چارواکو په خلاف د بنديزونو په سر دوه اړخيزه اختلافات د دغو تعلقاتو د مخ په زياتېدو سبب شوي دي. همدارنګ د ټرمپ حکومت په ختيځې مديترانه کښې د ګېسو د سرچينو د پېدا کېدو په سر له قبرس او يونان سره د ترکيې په لانجه کښې د اروپائي اتحاديې د دغو دواړو غړيو هېوادونو پلويتوب کړے او د انقرې په خلاف يې له اروپا سره يو غږملے دريځ غوره کړے دے. واشنګټن همدارنګ د اردوغان د حکومت له بهرني سياست څخه سخت ناراضه دے. د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو د روان ميلادي کال د نومبر په مېنځنيو وختونو کښې په ختيځې مديترانه، لېبيا او آذربائيجان جمهوريت کښې د ترکيې په اقداماتو باندې په نيوکې سره تاکيد وکړ چې د انقرې نوي اقدامات زيات تيري ګر دي. هغه وويل، اروپا او امريکه پکار دے په کوشش سره رجب طيب اردوغان راضي کړي چې داسې اقدامات د ترکيې د ملت په ګټه نه دي.

استنبول ته د مائک پومپئو وروستے سفر او له ترکيې له چارواکو سره بې له کتنې د ارتوډوکس کليسا له اسقف اعظم سره د هغه کتنه د واشنګټن او انقرې د تعلقاتو د سوړوالي يوه وجه ګڼلې شوو.

د ترکيې په وړاندې د امريکې ټولې دريځ نيونې په څرګنده په کورني او سيمه ايز ډګر کښې د اردوغان د حکومت د سياستونو او اقداماتو په خلاف دي او د انقرې او واشنګټن ترمېنځ د تاوتريخوالي د نوي پړاود څرګندېدو سبب شوي دي. د اردوغان د سياستونو په وړاندې د امريکې د منتخب ولسمشر جوبائيډن منفي پاليسۍ ته په پام سره هيله کيږي چې د بائيډن د اقتدار په  دوران کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ تاوتريخوالي او اختلافات به لا زيات شي.

-------

 

ټیګونه