د انګلستان د کار او د کسب وزیر استعفا ورکړه
رویټرز خبري اژانس وايي د بریتانیا د کار او کسب وزیر الوک شارما د لومړي وزیر بوریس جانسن له فیصلې سره په مخالفت کښې استعفا ورکړه او ویې ویل زه غوره ګڼم د کار او د کسب د وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړم .
د بریتانیا د کار او د کسب وزیر الوک شارما له لومړي وزیر بوریس جانسن غوښتي وو د ملګروملتونو د اب وهوا د بدلونونو په غونډې کښې د لندن استازي توب چې هغه پرغاړه درلود په دايمي توګه ده ته وروسپاري .
مخکې ویل شوي وو چې د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن له پخواني لومړي وزیر ډیویډ کامرون غوښتي وو د ملګروملتونو د اب وهوا د بدلونونو د غونډې مسولیت پرغاړه واخلي خو د جانسون دفتر دغه خبره دروغ بللي ده .
د بریتانیا د کار او کسب د وزیر الوک شارما استعفا په داسې شرایطو کښې ترسره شوي ده چې لندن له وړمې ورځې( دجنورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې ) راهسې نور د اروپايي اتحادیې غړی نه دی .