امریکا سوډان د ترهګرۍ د ملاتړو له فهرست وویست
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو بیګا د ترهګرۍ د ملاتړو هیوادونو له فهرست څخه د سوډان د نوم د ایستولو د حکم د لاسلیک کیدا خبر ورکړ .
هغه وویل د هغو هیوادونو چې په اصطلاح د حکومتي ترهګرۍ ملاتړي بلل کیږي د امریکا د خارجه وزارت له تور فهرست څخه د سوډان د نوم د حذفیدا حکم مو لاسلیک کړی دی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې ویلي وو چې سوډان د ترهګرۍ د ملاتړو هیوادونو له تور فهرست څخه وباسي .
سوډان له متحده عربي اماراتو، او بحرین وروسته دریم (۳) عرب هیواد دی چې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عاي کولو په لور یې حرکت کړی دی .
له سوډان وروسته مراکش هیواد هم له اسرائیلو سره اړیکې ټینګې کړې .
د ډيپلوماټیکو اړیکو د عادي کولو په هکله له اسرائیلو سره د متحده عربي اماراتو ، د بحرین د سوډان او د مراکش موافقې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دباونو سره شوي دي او دغو موافقو د اسلامي نړۍ پراخې نیوکې ځان پسې لرلي دي .
د مسلمانو علماو د اتحادیې مشر ویلي دي د ساز باز کونکو عربو هیوادونو مشرانو د ویرې او د طمعې او د خپلو حکومتونو او ګټو د ساتلو لپاره له اسرائیلو سره اړیکې ټینګې کړي دي او له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو عادي کول حرام او باطل دي .
د فلسطین حماس غورځنګ هم د دغو خطرناکو موافقو اعلان داسې مفت انعام وباله چې عربو رژیمونو د فلسطینیانو پرضد د جنایتونو په دلیل اسرائیلو ته ورکړی دی .