د ايران په خلاف د سياستونو ختمولو لپاره له ټرمپه د کارپېژاندوغوښتنه
په ټوله دنيا کښې د مختلفو هېوادونو يو شمېر ايټمي کارپېژاندو د امريکې اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په يو خط کښې د ايران په خلاف د امريکې د سياستونو د ختمولو غوښتنه وکړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې له اوياو زيات د وسلو کنټرولونکو کارپېژاندو په دغه خط کښې له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې وتل ماتې خوړونکې چاره وبلله او له ټرمپ څخه د ايران په خلاف د سياستونو ختمولو غوښتنه وکړه.
هغوي په دغه خط کښې برجام ايټمي موافقې ته ستنېدل د بائيډن په ولسمشرۍ سره د امريکې د راتلونکي حکومت ترجيح وبلله.
دغو کارپېژاندو همدارنګ په دغه خط کښې وليکل، په ايران کښې د يورانيمو ذخيرې له برجام نه مخکښې له مجاز حده ډېرې کمې دي او ايران هم هغه شان له دغې موافقې سره خپله ملګرتيا ساتلې ده.
د هغوي په قول تقريباً هغه ټول موارد چې د خلاف ورزۍ په توګه بيان شوي دي د ستنېدو وړ دي.