د امریکې ۵۰ ایالتونو کښې بيړنے حالت اعلان شو
د امریکې کلیفورنیا، پنسیلوانیا، میشیګن، ویرجینیا، واشنګټن او ویسکانسن هغه ایالتونه دي چې خپل ملي ګارد یې فعال کړی او ټکساس ایالت خپلې پولې سر له ننه د لوړې د مراسمو تر پای ته رسېدو پورې تړلې دي.
فدرالي پولیسو (اېفبيآئي) په ۵۰ ایالتونو کې د لاریونوالو د وسله والې احتمالي راغونډېدنې خبر ورکړے دے.
د واشنګټن حساسو سیمو کې چې موزیمونه او دولتي ادارې پکښې دي ګرځبندیز لګول شوی دی.
د امنیتي تدابیرو په ټینګېدو سره د پلازمېنې واټونو کې هم خنډونه اېښودل شوي دي.
د ټرمپ پلویان د جو بایډن د لوړې مراسمو پر ورځ واشنګټن کې د لوی اعتراض پلان جوړ کړی.
د امريکې په پنځوسو ايالتونو کښې د بيړني حالت دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی چې د جنورۍ پر شپږمه د ډونلډ ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ.
د امریکې د استازو جرګې یوه هفته مخکې ټرمپ الې ګولې،بلوو او حملو ته د خلقو د هڅولو په تور استیضاح کړ.