ورځپاڼو ته کتنه ۳۰-۱۰-۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو.
وړومبې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل: د ټرمپ د حکومت اقدامات د ايران په ارادې هيڅ تاثير نه کوي.
محمد جواد ظریف پرون د سردار قاسم سلیماني د شهيدولو له آمرانو او عاملانو سره د مقابلې په تعقیبونه کښې د خارجه وزارت د اقداماتو په هکله وویل: د بهرنیو چارو وزارت په نړیواله او دوه اړخیزه توګه په ایران کښې دننه او هم داشان په عراق کښې حقوقي تعقیبونې ترسره کړې دي.
هغه هم داشان د ټرمپ د حکومت په دې وروستیو ورځو کښې د ایران په خلاف د هغه د تحرکاتو په غبرګون کښې څرګنده کړه: که څوک په ایران باندې د تیري نیت ولري نو پکار دي د مخکېنيو تیریو مخینې په نظر کښې وساتي، خو فکر کوم چې د ټرمپ د حکومت په دې پاتې یو، دوو ورځو کښې زمونږ دفاع ښه کار کوي.
-------
د تهران چاپ کېهان ورځپانې د ایران د وسله والو ځواکونو د لوے درستیز له قوله وليکل: سیمي ته د دوو بې ۵۲ ډوله امریکایي الوتنې او د هغوی بیرته استنېدا عملیاتي ارزښت نه لري.
جنرل محمد باقري په سیمه کښې د امریکا وروستیو فوځي خوځښتونو په اشارې سره خبریالانو ته وویل: په تېره یوه میاشته کې د فارس خلیج له اوبو څخه د امریکا جنګي کښتۍ او اوبتلي وتلي دي او د ایران له سواحلو څخه زر کیلومتره لیري تللی دی.
جنرال باقري زیاته کړه: د دښمن له خوا د ځینو اقداماتو تر سره کول د ځواک د ښودلو تر عنوان لاندې د دې ښودنه کوي چي هغوي د ایران د اسلامي جمهوریت له دفاعي وړتیاو څخه وېرېدلي دي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: امريکائي ځواکونو د سوريې د الحسکه صوبې له بنده اویا ډېره خطرناک داعشي ترهه ګر ازاد کړل.
ورځپاڼې د سوريې د سرکاري خبري آژانس له قوله زیاته کړه، آمريکائي ځواکونو دغه داعشي ترهه ګر د عراق او اردن پولو سره نزدې تنف سيمې ته منتقل کړل چرته چې د امريکنيانو د شتون يو ترټولو لوےمرکز دے. د ورځپاڼې مطابق له دې کار نه د امريکنيانو مقصد په وسلو او جنګي سازوسامانونو د داعشي ترهه ګرو سنبالول او له هغوي څخه په سوريې کښې د ترهه ګريزو عملياتو د ترسره کولو لپاره استفاده کول دي.
---------
د تهران يوې بلې اطلاعات نومې ورځپاڼې بيا د پاکستان په اسلام آباد کښې د ايران د سفير په حوالې سره وليکل: تهران تل د لانجو د هواري لپاره د سیمه ایزو ملګرتیاؤ او خبرواترو هرلکې کړے او په ډیپلومېسۍ او صلحه ایزو طریقو باندې ټینګار لري.
سید محمد علي حسیني د پاکستان له حکومتي ټیلیویژن PTV سره په هغه مرکه کښې چې پرون خپره شوه، د تهران له خوا د هُرمُز د صلحې د نوښت د طرحې وړاندې کولو ته په اشارې سره څرګنده کړه: دغه طرحه امنیت، پخلاینې او د سفارتي لاروچارو د استعمالولو او د اختلافاتو د هواري لپاره د مذاکرې په هدف سره وړاندې شوې ده.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: په تيونس احتجاجي مظاهرې دوام لري.
د ورځپانې له مخې د تیونس معترض ځوانان د کورونا وائرس د خپریدو د مخنیوي په هدف سره د شپې په مهال په بهر راوتلو باندې د بندیز او سراسري قرنطیني حالت باوجود سړکونو ته راووتل او سختې مظاهرې يې وکړې. ځینو سرچینو د تیونسي ځوانانو نارضایتي د وروستۍ سیاسي بې ثباتۍ له امله رامنځته شویو اقتصادي او اجتماعي ستونزو له امله وبلله چې په دې وروستیو کښې د کابینې د بدلون سبب شوې او هم داشان د کرونا په وجه رامینځته شوی کړکیچ یې هم بله وجه ده.
----------
اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړو چې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼه راخلوو، دغې ورځپاڼې د امريکائي سرچينو په نقل سره وليکل: د امريکې د دفاع وزرات په دغه هېواد کښې د خانه جنګۍ خبردارے ورکړ. د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د منتخب ولسمشر جوبائيډن د سوګند خوړنې د رسوماتو په موقع د ملي ګارډ لخوا د حملې د احتمال په وجه د جوبائيډن په سېکورټي مقررو ځواکونو د پينځويشتو تنو ملي ګارډ د ځواکونو جاجونه او څېړنه شروع کړې ده. له بلې خوا د امريکې د ولسمشر نائب مائک پنس ته هم د قتل خبردارے ورکړے شوے دے. ورځپاڼه زياتوي چې په اوس حالاتو کښې د امريکې پائتخت واشنګټن د يو جنګي سيمې ښودنه کوي او حالات ډېر خطرناک حد ته رسېدلي دي.
ورځپاڼې په یو بل خبر کښې وليکل،د افغانستان په بدخشان ولايت کښې د افغان ځواکونو په هوائي حمله کښې د دغې ډلې ديو قوماندان قاري مصعب په شمول يولس طالب ځواکونه ووژل شول او درې نور ژوبل شول. د خبر له په دغه حمله کښې د طالب ډلې د پټېدو ځاے هم په کامله توګه تباه شو.
---------
د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د يو خبر له مخې په اسرائيلو کښې د امريکې د فائز کمپنۍ د ويکسينو لګولو وروسته ديارلسو کسانو ته فالج ولګېد او د سلګونو حالت سخت اعلان شو.
د خبر له مخې د صهيونېسټ رژيم ډاکټرانو د کورونا بيمارانو ته د فائزرکمپنۍ د وېکسينو دويم ډوز ورکولو انکار وکړ.
-----------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې، کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د تېرې ورځې د څرګندونو او د هدفي وژنو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، حکومت د هدفي وژنو په مخنیوي کې ناکام دی، خو پړه یې پر طالبانو وراچوي، هغه څه چې طالبان یې ردوي او په ځینو محدودو مواردو کې د دغو حملو مسوولیت داعش ډله مني.
په سرمقاله کې راغلي، دوه میاشتې کېږي، چې په کابل کې د هدفي وژنو لړۍ پیل شوې او موخه یې هم د خبریالانو، مدني فعالانو او نورو پېژندل شويو څېرو وژنه ده، د لیکوال په خبره دا له بشري حقونو او د طالبانو له لوري د کړیو ژمنو بشپړه او ښکاره سرغړونه ده.
په سرمقاله کې یادونه شوې، د ولسمشر لوموړي مرستیال د شپږ نیمو بجو په ناسته کې د دغو وژنو د مخنیوي اعلان وکړ، چې په ښار کې به د پولیسو شمېر دوه چنده کوي، بیا یې وویل، چې مخفي کمړې به لګوي او تازه یې تېره ورځ اعلان کړی، چې د دغو حملو د مخنیوي ښه لاره دا ده، چې په دې برخه کې نیول شوي طالبان باید اعدام شي.
د لیکوال په اند دا ټولې خبرې یوازې د کاغذ په مخ دي، کومه عملي جنبه نه لري، او که رښتیا هم طالب زندانیان اعدام شي، په طالبانو کې به د غچ اخیستنې حس پیاوړی شي او حالات به لاپسې خراب شي.
لیکوال وړاندیز کوي، حکومت باید په داسې لارو چارو غور ورکړي، چې هم ممکن وي او هم عملي اړخ ولري، څو د هدفي وژنو په مخنیوي او د امنیت په راوستو کې مرسته وکړي.
---------
اطلاعات روز ورځپاڼې بیا لیکلي، خلک له قانوني لارې د اعدام مخالف نه دي، بلکې د قانون د پلي کېدو لپاره يې هرکلی هم کوي، خو چې د هېواد درې ګونو محکمو یې د اعدام مساله تائید کړې وي.
په سرمقاله کې راغلي، د محکمې له حکمه پرته د مجرم نیول او بیا په داسې څرګندونو نه یوازې اعدام ښه لاره نه ده، بلکې حکومت هم بدنامه وي او د امرالله صالح دا ډول څرګندونې يې له قانون نه لوړې او دیکتاتوري ته ورته ګڼلې دي.
ویسا ورځپاڼې لیکلي، په ولایتونو کې، خصوصاً په هغو سیمو کې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې دي د قومي مشرانو او دیني عالمانو د ترورولو او هدفي وژلو لړۍ دا ډېر کلونه روانه وه، خو د ليکوال په وينا څو میاشتې کېږي چې دغه سلسله په کابل کې هم شروع شوې دها و دولتي کار کوونکي، د ژبې، قلم او فکر خاوندان، مدني فعالان، لیکوالان او ژورنالیستان، جید او معتدل دیني عالمان او نور هدف ګرځول کېږي.
د سرمقالې د لیکوال په اند د پام وړ خبره داده چې د دغو هدفي وژنو مسؤولیت هېڅوک په غاړه نه اخلي.
لیکوال که څه هم د ډيورېنډ اخوا د پاکستان هېواد نوم نه اخلي خو ټینګار کوي، چې د دغو وژنو تر شاه به داسې یو هیواد وي چې غواړي افغانستان په سینه پروت، له تمدنه لیرې، له علم او صنعت نه پردی او لنډه دا چې له مادي او معنوي پلوه فقیر مملکت وي، داسې مملکت چې نه اقتصاد ولري، نه اردو او نه لوستي وګړي.
------