کورنے تندلاريتوب او ترهه ګري د امريکې راتلونکے مشکل دے
(last modified Thu, 21 Jan 2021 00:03:37 GMT )
Jan 21, 2021 04:33 Asia/Kabul
  •  کورنے تندلاريتوب او ترهه ګري د امريکې راتلونکے مشکل دے

د امريکې ولسمشر جوبائيډن د خپل سوګند خوړنې په مراسموکښې وويل، کورنے تندلاريتوب او ترهه ګري د امريکې راتلونکے مشکل دے او پکار دے ورباندې غلبه وکړوو.

د اېرنا د رپوټ له مخې جوبائيډن پرون د امريکې د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه په خپله وړومبنۍ رسمي وېنا کښې د خپل هېواد د خلقو د يووالي په شتون باندې په تاکيد سره وويل: پکار دے په يوزړۀ توب او يووالي سره په ټوله امريکه کښې تندلاريتوب او بې قانوني ختمه کړې شي.

هغه په کانګرس باندې د ټرمپ د پلويانو حملې ته په اشارې سره وويل، دغې تريخجنې ډلې خيال وکړ چې د خلقو اراده غلې کولې او ډېموکرېسي زيانمنه کولې شي خو دغه کار ونه شو او نه به اوشي.

هغه د خپل هېواد په دننه کښې کورنۍ ترهه ګرۍ او سپين برتر ګڼلو ته په اشارې سره وويل، له دغو مسائلو سره به مقابله وکړوو.

له دې مخکې خبري رسنيو رپوټ ورکړے ؤ چې بائيډن غواړي د خپلې وړومبنۍ کاري ورځې په موقع د امريکې د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقداماتو د بې اثره کولولپاره لږ تر لږه پينځلس احکام جاري کړي.د پېرس اقليمي موافقې او د روغتيا نړيوالې ادارې ته ستنېدل، د مسلمانانو په اکثريت سره له څو هېوادونو څخه د مهاجرت د منعې لغو کول او له مېکسيکو سره د پوله ايز دېوال د جوړولو بندول به له دغو احکامو څخه وي.

 

ټیګونه