د امریکا د پخواني ولسمشر تبرئه کیدل او پایلې :-
هماغه ډول چې تمه یې کیدله د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرانو جرګې سینا کښې د خپلې اسیضاح په دوهمې (۲)محکمې کښې تبرئه شو .
د مشرانو جرګې په رایو اچولو کښې د امریکا د ریپبلیکن ګوند د اوو(۷) سناتورانو په شمول اوه پنځوسو(۵۷) سناتورانو د پخواني ولسمشر ټرمپ ګناهکار کیدا ته رایې ورکړې او درې څلویښتو(۴۳) سناتورانو هم هغه( ټرمپ ) ګناهکار ونه باله .
څرنګه چې د ډونالډ ټرمپ محکومیت کابو اوه شپیتو (۶۷) مثبتو رایو ته اړتیا لرله پخوانی ولسمشر ټرمپ په نهایت کښې د مشرانو جرګې سینا لخوا له مطرح شویو تورونو تبرئه شو .
سره له دې د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ استیضاح او محاکمه به د هغه له تبرئه کیدا سره سره د هیواد لپاره پایلې ولري .
له دومره زیاتو تورونو سره سره د ټرمپ تبرئه کولو ته د مشرانو جرګې رایې وښودله چې د امریکا د یوه(۱) ولسمشر او حتی د یوه(۱) پخواني ولسمشر محکومیت تر کومه اندازه سخت کار دی .
په دې سربیره چې د ډونالډ ټرمپ دوهمې (۲) استیضاح په امریکا کښې نوی باب پرانیست په دې ډول چې له دې وروسته پخواني ولسمشران په اوس وخت او په راتلونکو وختونو کښې د ولسي جرګې کانګرس لخوا د استیضاح او د محاکمې له خطر سره مخ کیږي .
له بلې خوا هماغه ډول چې د ډونالډ ټرمپ ځینې ملاتړي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د سلامتیا په هکله د مسوولو ادارو له تائید سره سره د تیر میلادي کال د ولسمشرۍ انتخابات له ټګۍ ډک ګڼي د ټرمپ ځینې مخالفان هم په مشرانو جرګې کښې د ده له تبرئه کیدا سره سره هغه ګناهکار ګڼي .
د دغه بهیر دوام په امریکا کښې د قضايي ادارې او د انتخاباتو د مسوولو ادارو په شمول په قانوني ادارو باندې د خلکو اعتماد کمزوری کوي .
دغه راز د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ولسمشر ټرمپ استیضاح ته د ریپبلیکن ګوند د لسو (۱۰)غړیو رایو او دغه راز د ټرمپ محکومولو ته د ریپلیکن ګوند د مشرانو جرګې د اوو(۷) غړیو رایو ورکولو وښودله چې د ټرمپ په هکله د ریپلیکن ګوند په داخل کښې تر کومه اندازه د نظر اختلاف شته .
په عین حال کښې دغه هیله کیدلای شي په ریپبلیکن ګوند کښې د ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملاتړو د موقعیت د پیاوړي کیدا په څنګ کښې په دغه ګوند کښې اختلافات زیات شي چې په نهایت کښې د ډیموکراټ ګوند په وړاندې د ریپلیکن ګوند د کمزوري کیدا سبب کیدلای شي .
د امریکا د ریپبلیکن ګوند دننه د اختلافاتو په سختیدا سره به له ډونالډ ټرمپ څخه د ناراضي کسانو د جلبولو لپاره په امریکا کښې د ښي پالو ګوندونو د پیاوړتیا زمینه برابره شي .
دغه راز اټکل کیږي په مشرانو جرګې کښې د محکومیت له خطر څخه د ډونالډ ټرمپ خلاصیدل هغه(ټرمپ) عمومي ډګر ته بیرته ستنیدا او د دوه زره دوه ویشتم(۲۰۲۲) میلادي کال په مینځ پړاوه انتخاباتو او د دوه زره څلرویشتم (۲۰۲۴) میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند د مشرۍ لاس ته راوړلو ته وهڅوي .
البته له استیضاح د ټرمپ تبرئه کیدا لازما د دوه زره څلرویشتم (۲۰۲۴) میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ټرمپ د کاندید کیدا او له هغه مهم په دغو انتخاباتو کښې د هغه د بریالیتوب په معنا نه ده .
داسې ښکاري د امریکا د ریپبلیکن ګوند ځینې مشران چې په مشرانو جرګې سینا کښې د ډونالډ ټرمپ د محکومیت مخالف دي هماغه راز سپینۍ د ټرامپ له بیرته ستنیدا سره مخالفت وکړي .
له بلې خوا په مشرانو جرګې کښې د ټرمپ په تبرئه کیدا سره په امریکا کښې د سرزورو ښي پالو بهیرونو موقعیت پیاوړی کیږي او دغه بهیر سوکه سوکه مینځ لاري کسان هم د ریپبلیکن ګوند دننه او هم د امریکا د سیاست له ډګر څخه څنګ ته کوي او ټولنه له مخکې څخه زیاته له اختلاف سره مخ کوي .
په دې مینځ ومان کښې داسې تمه کیږي ډیموکراټ ګوند د ولسمشر جوبایډن د حکومت په داخل کښې د ټرمپ او د هغه د نږدي ملګرو پرضد د نویو دوسیو د جوړولو لپاره خپل ټول توان وکاروي چې واک ته د ټرمپ او د هغه د ملاتړو د بیرته د ورستنیدا د امکان لاره بنده کړي .
ګریګ سرجینټ(Greg Sargent) په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کښې په یوې (۱) مقالې کښې لیکي زمونږ ډیموکراسۍ ته د ریپبلیکن ګوند پراخ خیانت د ډیموکراټ ګوند یوه(ش) سخت غبرګون ته ضرورت لري .
په دغو سپارښتنو عمل په امریکا کښې سیاسې شخړې لوړې سویې ته رسوي او دغه هیواد له نویو کړکیچونو سره مخامخ کوي .