ناټو له افغانستان څخه د خارجي عسکرو د ایستلو په هکله موافقې ته نه رسیدلی :ـ
(last modified Sat, 20 Feb 2021 01:15:15 GMT )
Feb 20, 2021 05:45 Asia/Kabul
  • ناټو له افغانستان څخه د خارجي عسکرو د ایستلو په هکله موافقې ته نه رسیدلی :ـ

زمونږ خبریال وايي د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل له افغانستان څخه د امریکا او د ناټو د عسکرو د ایستلو په هکله موافقې ته نه یو رسیدلي .

د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل  له افغانستان څخه د ناټو او د امریکا د پوځیانو د ایستلو په هکله مشورې دوام لري خو تراوسه کومه فیصله نه ده شوي او له طالبانو سره د امریکا په موافقې کښې هم کومه بیا کتنه نه ده شوي .

د ناټو مشر له دې سره سره چې د افغانستان د پارلمان استازي ، سیاسي او مذهبي شخصیتونه په خپل هیواد کښې د نیواکګرو پوځیانو شتون د ناامنۍ د جنګ او د ترهګرۍ د زیاتیدا عامل ګڼي ادعا وکړه په دغه هیواد کښې د خارجي عسکرو شتون له ترهګرۍ سره په مبارزې او دغه سپیرې ښکارندې ته په ماتي ورکولو کښې مهم رول لري .

د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو دوه (۲) ورځنۍ غونډه په تیرې پنجشنبې ورځ په داسې حال کښې پاې ته ورسیدله چې ګډون کونکي پکښې په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د پوځي شتون د دوام په هکله کومې  نتیجې ته ونه رسیدل .

خو د پام وړ ټکی دا دی چې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله پرون په خپل هیواد کښې د امریکا او د ناټو د ځواکونو د شتون د تمدیدا په باره کښې د ناټو د نوي کړچار ملاتړ وکړ .

هغه وویل زه د سولې له بهیر ، د تاوتریخوالو له ختمیدا او د خبرو میز ته له بیرته ستنیدا په ملاتړ کښې د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو د وروستۍ فیصلې هرکلی کوم .

دا په داسې حال کښې دي  چې د افغانستان دسیاسي مسائیلو کارپيژاندي باوري دي طالبان په خپل هیواد کښې د ترهګرو او د نیواکګرو پوځیانو د شتون له تمدیدا سره مخالف دي او د دغو خارجي ټروریسټي پوځیانو د شتون تمدیدل د جنګ د زیاتیدا او د خبرو اترو د بهیر د بندیدا په معنا ګڼي او د دغو پوځيانو شتون د افغانستان امنیتي شرایط له مخکې څخه نور پسې سخت او پیچلي کوي .

ځکه چې د قطر د موافقې پراساس امریکا د روان میلادي کال په مي میاشت کښې له افغانستان څخه د ټولو خارجي عسکرو د ایستلو په هکله طالبانو ته ډاډ ورکړی دی .

د روان میلادي کال د  مي میاشتې لومړۍ(۱) نیټه داسې ورځ ده چې د هغه موافقې پراساس چې په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او د اوربند لپاره په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ لاسلیک شوه ټول خارجي عسکر باید له افغانستان څخه ولاړ شي .

دا په داسې حال کښې دي چې ناټو په افغانستان کښې د خارجي عسکرو د شتون د تمدیدا په هکله شک لري خو د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کښې وویل د واشنګټن پوځیان به له افغانستان څخه لاړ نشي .

د امریکا ددفاع وزیر لویډ اسټین دغه جنګ غواړي او لمسونکي څرګندونې په داسې حال  کښې دي چې طالبانو په ځلونو ویلي دي  واشنګټن د قطر په ماتي خوړلي موافقې باندې په سترګو پټولو سره د سولې د خبرو بهیر بند کړی او د جنګ او د حملو زیاتولو ته یې لمن وهلي ده .

امریکا کوشش کوي د افغانستان په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې او د موقته حکومت په جوړولو سره چې د هیواد چارواکي ورسره سخت مخالف دي د اشرف غني د حکومت د نسکورولو زمینه برابره کړي .

 

ټیګونه