میانمار کښې په معترضانو باندې شویو ډزو کښې مرګ ژوبله اوښتې
Feb 21, 2021 07:41 Asia/Kabul
په میانمار کښې د کودتا د مخالفانو په ځپنه کښې څو تنه مړه او ژوبل شوي دي
په میانمار کښې د کودتا د مخالفانو په ځپنه کښې څو تنه مړه او ژوبل شوي دي
په رنګون ښار کښې دوه تنه مظاهره چیان د میانمار یا برما دپولیسو د ډزو له امله وژل شوي دي.
هم داشان په مانډالاي ښار کښې په مظاهره کونکو باندې د ډزو له امله دوه تنه معترضان زخمي شو.
د ویلو ده چې په میانمار کښې پوځیانو د روانۍ فرورۍ میاشتې په اوله نیټه د دغه هیواد په وروستیو انتخاباتو کښې د درغلۍ په پلمه د آنګ سان سوچي په مشرۍ د واکمن ګوند خلاف کودتا وکړه او هغه یې په خپل کور کښې نظربنده کړې ده.
کودتا کونکي پوځیان له معترضانو سره د مقابلې لپاره له زوره کار اخلي.