د امریکا پنځوس شتمن کسان د نیمايي خلکو شتمنۍ لري
(last modified Sat, 27 Mar 2021 02:04:34 GMT )
Mar 27, 2021 06:34 Asia/Kabul
  • د امریکا پنځوس شتمن کسان د نیمايي خلکو شتمنۍ لري

زمونږ خبریال وايي د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې غړي برني سینډرز په خپل هیواد کښې د شتمنۍ په ناعادلانه ویش باندې نیوکې سره ټینګار وکړ د امریکا د پنځوسو (۵۰) شتمنو کسانو شتمنۍ نن سبا د امریکا د کابو نیمايي خلکو له شتمنۍ زیاتې دي .

د امریکا د مشرانو جرګې سینا ډیموکراټ غړي برني سینډرز په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل باید دغه خبره تکرار کړو ځکه چې دغه خبره له حده زیات د نه باور وړه ده چې د امریکا پنځوس (۵۰) شتمن کسان د امریکا له کابو یوسل پینځه شپیتو (۱۶۵) میلیونو کسانو څخه زیاتې شتمنۍ لري او دا یو(۱) غیر اخلاقي کار دی .

څه موده مخکې د امریکا د مشرانو جرګې غړي برني سینډرز د فضايي اکتشاف د ټیکنالوژیو د شرکت سپیس ایکس (spacex)له بنسټ کیښودونکي «ایلان ماسک» څخه غوښتي وو چې فضا ته د سفر په ایډیا باندې د تحقق کولو پرځاې د ځمکې په کرې تمرکز وکړي او د امریکا د وږو ماشومانو او د بې کوره خلکو د ښکارنده د ختمولو په فکر ووسي .

 

ټیګونه