انګریز حکومت دې په بریسټل کې دخلکو ځپل کیدا وارزوي
دانګلستان بریسټل ښار نن سبا د انګریز امنیتی ځواک له خوا دپولیسو داختیاراتو د زیاتولو دمسودې په ضد ددغه هیواد دخلکو د اعتراضونو د ځپلو ډګر جوړ شوی دی.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، د ایران دا سلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده بیګا د انګلستان په بریسټل کې دخلکو ځپل کیدا ته په اشارې سره وئیلي دي ،ایران هیله مند دی ، دانګلستان په بریستل کې وروستۍ پيښې چې د پولیسو په لاس د دغه ښار اعتراض کونکو خلکو دسختې ځپنې لامل شوي ، د دغه هیواد دچارواکو پشمول دبشري حقوقو دمدعیانو له سترګو پټې پاتې نشي او ورباندې جدي ارزونې وکړي .
خطیب زاده وئیلی دي تل له اعتراض کونکو سره د نورو هیوادونو د پولیسو د چلند په باب د انګریز چارواکو د لاسوهونکو نظرونو شاهدان یوو ، خو دې ځل وار د دوي دی ، چې وښئ ، دخپل ولس لومړنیو حقوقو په نسبت او دغه راز د پولیسو له حده زیات تاؤتریخوالي په نسبت څومره جدی او دغه شان پیښو ته څومره اهمیّت ورکوي..
دانګلستان بریسټل ښار نن سبا د انګریز امنیتی ځواک له خوا دپولیسو داختیاراتو د زیاتولو دمسودې په ضد ددغه هیواد دخلکو د اعتراضونو د ځپلو ډګر جوړ شوی دی.
انګریز لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیر د پولیسو د ځپنې د قدرت د زیاتولو په باب د مسودې په ضد د دغه هیواد د خلکو د اعتراضونو په شرمونکو بللو سره ،له ځپونکو پولیسو خپل ملاتړ اعلان کړی دی . وئيل کیږي د بریسټل په اعتراضونو کې تر دې دمه په لسګونو عام خلک ټپیان او نیول شوي دي .