په لیبیا کښې د فرانسې سفارت پرانیستل شو
زمونږ خبریال وايي له شپږو(۶)کلونو وروسته په لیبیا کښې د فرانسې سفارت د خارجه وزیر په شتون سره له سره پرانیستل شو .
لیبیا ته د فرانسې د خارجه وزیر ژان یولوډریان له سفر وروسته په پلازمینې طرابلس کښې د پاریس سفارت په هیواد کښې د وسله والو جنګونو له کبله له شپږ(۶) کاله بندیدا وروسته یوځل بیا پرانیستل شو .
د فرانسې خارجه وزیر ژان ایو لوډریان د ایټالیا او د جرمني له خارجه وزیرانو سره یوځاې د لیبیا د نوي اجرايي مقاماتو د سیاسي ملاتړ د اعلانولو لپاره طرابلس سره ورغلی دی .
له دې مخکې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د لیبیا د ریاستي شورا له مشر محمد المنفي سره په کتنې کښې وویل په طرابلس کښې د فرانسې سفارت چې له دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال راهسې په دغه هیواد کښې د امنیتي حالاتو په وجه تړل شوی و له پرون څخه بیرته خپل کار پیل کړ .
ماکرون دغه راز له خارجي ځواکونو په تیره بیا له روسیې او ترکیې وغوښتل چې زر تر زره له لیبیا ووځي .
دا په داسې حال کښې دي چې د روسیې چارواکي وايي ماسکو په لیبیا کښې هیڅ ځواکونه نلري .
د ویلو ده چې د لیبیا په جنګونو کښې فرانسه ، ایټالیا ، جرمني ، امریکا ، متحده عربي امارات ، سعودي عربستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه لاسونه لري او دغه هیوادونه له بیلابیلو ترهګرو ډلو سره مالي او وسله والو مرستې کوي .