د امریکا سناتور د بې وزلۍ او بې کارۍ په زیاتیدا نیوکه وکړه
فارس خبري اژانس وايي د امریکا له ورمونټ ایالت څخه د مشرانو جرګې غړي سناتور برني سینډرز په ټویټر پیغام کښې د کورونا ویروس د خپریدا په شرایطو کښې د خپل هیواد په اقتصادي حالاتو نیوکه وکړه .
هغه د امریکا اقتصادي حالاتو او په هیواد کښې د بې کارۍ او بې وزلۍ زیاتیدا ته په اشارې سره وویل د هیواد دوه ویشت (۲۲) میلیونه خلک د خوړلو لپاره کافي خواړه نلري .
برني سینډرز دغه راز په امریکا کښې په نابرابریو باندې نیوکې سره وویل دا د نه منلو وړ چاره ده چې نن په هیواد کښې ډیر شتمن کسان نور پسې شتمن کیږي او دا په داسې حال کښې دي چې د کارګرانو کورنۍ د کارونو په لټولو بوخت دي .
هغه وویل مونږ اقتصادي ریاضت یعني سپمه نه غواړو بلکې داسې اقتصاد ته ضرورت لرو چې د ټولو خلکو لپاره کار وکړي نه دا چې یوازې د څو کسانو لپاره.
په امریکا کښې د بې وزلۍ زیاتیدل په داسې حال کښې دي چې د کورونا ویروس د خپریدا په ورځو کښې د حکومت د مالي مرستو د ورکولو پړاو د تیر میلادي کال له جولاۍ میاشتې څخه منقضي شوی او د کورونا ویروس دباو هماغه راز د امریکا په اقتصاد دوام لري .