میانمار کښې یوځل بیا په معترضانو ډزې شوې دي
د میانمار کودتاچیانو په دغه هیواد کښې یوځل بیا په معترضانو باندې ډزې وکړې
د میانمار کودتاچیانو په دغه هیواد کښې یوځل بیا په معترضانو باندې ډزې وکړې
د یادو ډزو له امله په مونیوا ښار کښې یوشمیر خلک وژل شوي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې په میانمار کښې له سیاسي زندانیانو سره د مرستې انجمن ویلي دي، امنیتي ځواکونو د کودتا له کیدو او د آنګ سان سوچي په مشرۍ د دغه هیواد د منتخب حکومت له څنګته کولو راهیسې، ۵۵۰ کسان وژلي دي چې په کښې ۴۶ ماشومان هم شامل دي.
د میانمار یا برما پوځ د فرورۍ په وړومبۍ نیټه په هغه څه باندې اعتراض کښې چې په پارلیماني انتخاباتو کښې یې درغلي وبلله، د واکمن ملي اتحاد او ډیموکراسي نومې ګوند خلاف یې کودتا وکړه او قدرت یې په خپل لاس کښې واخیسته.
میرمن آنګ سان سوچي او د میانمار ځیني نور چارواکي دا وخت په خپلو کورونو کښې نظربند دي.