بنګله دیش کښې د کشتیو د ټکریدو له امله ۲۵ تنه مړه شول
May 03, 2021 12:56 Asia/Kabul
د بنګله دیش په پادما سیند کښې د دوو کشتیو د جنګیدو په پیښه کښې ۲۵ کسانو سرونه بایللي دي.
د بنګله دیش په پادما سیند کښې د دوو کشتیو د جنګیدو په پیښه کښې ۲۵ کسانو سرونه بایللي دي.
دغه دواړه کشتۍ نن د بنګله په مرکز کښې په پادما سیند کښې ټکر شوې دي.
د بنګله دیش د ځايي پولیسو قومندان وویل چې د کشتیو د پنځو مسافرو ژوند یې ژغورلې دی او هم داشان یې ۲۵ مړي له سینده راایستي دي.