افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
د افغانستان او پاکستان د تیرې یوې اونۍ د مهمو پیښو، بدلونونو او حالاتو د څیړنې اونیز پروګرام
د افغانستان مسائلو ته د پاملرنې لپاره له نړیوالې ټولنې د پاکستاني چارواکو غوښتنه، د طالبانو له خوا د دوحې د موافقې په خلاف ورزۍ د امریکې تورنیدل، د اسلامي ملګرتیا سازمان په غونډه کښې د ګډون لپاره پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر، متخصص او ماهرو کسانو ته د افغانستان د چارو په سپارلو باندې د طالبانو د مشر ټینګار، د افغانستان د شتمنیو د توقیف کیدو په هکله د نړیوالې ټولنې په چپتیا باندې د طالبانو د مرستیال وزیراعظم نیوکه، د طالبانو له حکومت سره په تعامل باندې د اروپايي اتحادیې ټینګار، د طالبانو په وړاندې د خپلو سیاستونو د بدلولو لپاره له امریکې د دغې ډلې د خارجه وزیر غوښتنه، په رسمیت د طالبانو د حکومت د پیژندلو لپاره له ملګرو ملتو د دوي غوښتنه، په افغانستان کښې د انساني کړکیچ د رامینځته کیدو په هکله خبرداری او د اسلام آباد په کوربه توب د پاکستان د خارجه وزیر له خوا د اسلامي ملګرتیا سازمان د غونډې د اهدافو بیانول، د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم خبرونه او بدلونونه وو.
*/*/*/*/*/*/*/
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي ملګرتیا د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې د ترسره کیدو په هکله وویل: د اسلام آباد د غونډې هدف، له افغانستان سره د مرستې لپاره نړیواله اجماع ده.
د پاکستان خارجه وزیر قریشي وویل مونږ له افغانستان سره د مرستې لپاره د ګډې جبهې جوړولو او له دې سره په یووخت په افغانستان کښې د کړکیچ د زیاتیدا د هرډول پایلو او په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو ، سیمې او د نړۍ لپاره د دغه کړکیچ د پایلو په هکله هوښیارۍ ته هوډمن یوو .
هغه وویل د افغانستان د اقتصادي او د معیشتي جوړښت د تباه کیدا احتمال پیاوړی شوی او که چیرې مخه یې ونه نیول شي ټوله سیمه او په تیره بیا ګاونډي هیوادونه به یې سختې پایلې وزغمي .
د اسلامي ملګرتیا د موسسې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې د کوربه توب لپاره د پاکستان پروګرام چې د افغانستان په حالاتو غور کول او له دغه هیواد سره د مرستې لپاره د ضروري لارو چارو غوره کول اعلان کړی دی په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د دوام لپاره د اسلام اباد د سیاست په چوکاټ کښې جاجول شوی دی .
د روان میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا راهسې پاکستان یوازنی هیواد دی چې د سیمې او د نړۍ په سویه یې له دغه ډلې څخه سیاسي ملاتړونه ډیر کړي دي .
په افغانستان کښې له طالبانو د ملاتړ په هکله د پاکستان اوسنۍ ترټولو مهمه سټراټيژي د دغه ډلې د واکمنۍ په رسمیت د پيژندلو لپاره د هیوادونو او د نړیوالو ارګانونو له متقاعد کولو سره مرسته کول دي .
د پاکستان د لوړرتبه چارواکو له نظره که چیرې اسلام اباد وکړئ شي امریکا په افغانستان کښې د طالبانو په رسمیت د پیژندلو لپاره قانع کړي د دغه ډلې زیات مشکلات او سیاسي خنډونه او دغه راز د امریکا لخوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په ازادولو سره به د طالبانو د حکومت مالي کړکیچ سوکه سوکه کم شي .
په تیره بیا دا چې پر پاکستان واکمن تحریک انصاف ګوند باوري دی که چیرې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژندي د نورو لویدیځو هیوادونو لخوا د ورته رودې د غوره کولو لپاره به لاره خلاصه شي .
البته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په شمول د دغه هیواد په چارواکو کښې دغه لیدتوګه شته چې امریکا به د بیلابیلو دلایلو په وجه په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو ته مجبوره شي .
په داشان حالاتو کښې پاکستان د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په کوربه توب کولو سره کوشش کوي چې دغه هیوادونه په لومړي ګام کښې له اقتصادي چیلنجونو د افغانستان په وتلو کښې مرسته وکړي او په ورپسې ګام کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو لخوا په افغانستان کښې د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت د پيژندلو لپاره زمینه برابره کړي .
اسلام اباد په داسې حال کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې کوربه توب وکړ چې څه موده مخکې طالبانو له دغه موسسې غوښتي وو طالبانو ډله په رسمیت وپيژندي .
حقیقت دا دی چې اسلامي هیوادونه د نړیوالې ټولنې د نورو غړیو په شان په افغانستان کښې د طالبانو په رسمیت د پيژندلو په هکله جدي شکونه لري .
اسلامي هیوادونه اندیښنه لري چې طالبان په افغانستان کښې د اسلامي حکومت د ټینګولو د ادعا په چوکاټ کښې د نورو قومونو او د ډلو په حقوقو باندې د سترګو د پټولو په ترڅ کښې دغه هیواد د اقتدار ګرایانه حکومت په لور بوځي چې خپله واکمنۍ د زور له لارې په خلکو وروتپي چې دغه مسله به له هغه څه سره چې د واکمنۍ او د خلکو د متقابلو حقوقو په هکله د اسلام په لوړتبا بښلي مکتب کښې ورباندې ټینګار شوی دی په ټکر کښې وي .
*/*/*/*/*/*/
د ملګروملتو د خوړو د نړیوال پروګرام یوې چارواکې په افغانستان کې انساني کړکیچ بې مخینې بللې دې .
میری الن مک ګروارټي وایی: له دغه ارګان سره د خپل شل کلن فعالیت په پړاو کې مې هیڅکله په دومره چټکتیا او اندازه چی اوس ورسره افغانستان مخامخ دې د انسانی بحران پراختیا نه وه لیدلې .
هغې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، وچکالي او جنګونه په افغانستان کې د بېوزلۍ په سونامي د بدلیدو په حال کښې دي. د پلانونو په اساس د خوړو نړیوال پروګرام نیت لري په ۲۰۲۲ کال کې د کابو ۲۳ میلیون افغان ښاریزو لپاره د خوړو مرستې برابرې کړي ،. په افغانستان دطالبانو له بیا سلطې او د محدودیتونو له اعمالولو وروسته افغانستان له اجتماعی او اقتصادی کړکیچ سره مختامخ دې .
په تیرو ۴ میاشتوکې چی طالبانوپه افغانستان کې د چارو واګې ترلاسه کړې دي، د خوړو د نړیوال پروګرام په شمول بیلا بیلو نړیوالو اورګانونو په ځلونو په دغه هیواد کې د انسانی کړکیچ د ترسره کیدا په اړه خبردارې ورکړی دې .
تجربې ښودلی ده هر وخت چی دنړۍ په هرې برخې کې له کړکیچ سره مخامخیږي ، نو پاییلې یې په ترتیب سره د ګاونډیانو ، د سیمې د هیوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره خطرناک وي .
د ملګروملتو د خوړو د نړیوال پروګرام چارواکې په افغانستان کې انسانی کړکیچ بې مخینې بللوپه اړه خبردارې چس نورو نړیوالو اورګانونو هم په دې اړه اندیښنه څرګنده کړی ده ، باید د نړیوالې ټولنې لپاره په جدی ایجنډې بدل شی تر څو له افغانستان سره د مرستې د ګډې غونډې په چوکاټ کې د مخنیوی د لارو چارو او په دغه هیواد کې په انسانی کړکیچ غلبه وجاجول او د اجرایی کمیټۍ د جوړولو په چوکاټ کې مصوبات عملی کړي .
په افغانستان کې قدرت ته د طالبانو له رسیدا وروسته د مرستو غوڅیدااو د اشرف غنی حکومت له نسکوریدا وروسته له طالبانو حکومت سره د بیلا بیلو هیوادونو د سیاسي ملګرتیاو بندیدا ، د امریکا په وسیله د افغانستان د شتمنیو کنګل کول ، له افغانستانه د پانګې وتل او همداراز د ملی اقتصاد لپاره د خطرو زیاتیدا هغه ستر دلایل دي چی دغه هیواد یې په یوه بې ساری انسانی کړکیچ په لاره کې اچولې دې .
په افغانستان کې د انساني کړکیچ مهم اړخ لوږه او خوراکی موادو ته د دغه هیواد د بې وزله پرګنې نه لاس رسي سبب شوې چې حتی په افغانستان کې د کاختۍاود دغو شرایطو د اغیز په اړه نړیوال اورګانونوخبردارې ورکړی دی . مخکې ملګرو ملتو خبردارې ورکړې وو چی که د افغانستان د وضعیت خیال ونه ساتل شي نو د دغه هیواد ۹۷ فیصده خلک د ۲۰۲۲ کال مینځه د بیوزلۍ کرښې لاندې ورشي .
د خوړو نړیوال پروګرام یو چارواکی ډیویډ بزلي وایي: د افغانستان کابو نیمايي نفوس له سختې لوږې سره مخامخ دي. د افغانستان خلک بشر دوستانه مرستو ته عاجله اړتیا لري او که دغه مرستې ونشي نو دغه هیواد به د روغتیا او په صحي برخه کښې له یو بل انساني کړکیچ سره مخامخ شي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
او طالبانو د اسلامي ملګرتیا د سازمان له خوا په افغانستان کښې، په رسمیت د دغې ډلې د واکمنۍ د پیژندلو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د حکومت ویاندوي ذبیح ا... مجاهد له اسلامي هیوادونو سره د دغې ډلې د اړیکو شتون ته په اشارې سره، د اسلامي ملګرتیا سازمان له غړو وغوښتل چې په خپلې غونډې کښې په افغانستان کښې د طالبانو له حکومته ملاتړ اعلان کړي او په رسمیت یې وپیژني.
د طالبانو د ویاندوي دا غوښتنه له سیاسي انزوا د دغې ډلې د وتلو په موخه شوې ده. سره له دې چې د طالبانو حکومت په کراتو له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې دغه ډله په رسمیت وپیژني خو تراوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پیژندلې.
د نړۍ په هیوادونو کښې د افغانستان د جنګ په پړاؤ کښې د طالبانو له تندلارو اقداماتو او کړچار څخه د یو تاریخي انځور شتون او هم داشان د ټولو قومونو په ګډون سره د یو پراخ بنسټه حکومت د جوړولو له لارې په داخل کښې د باور جوړونې لپاره د دغې ډلې د جدي هوډ نشتوالی او هم داشان د د فردي، اجتماعي، د رسنیو او د ښځو د نړیوالو حقوقو د آزادۍ د احترام نشتوالی سبب شوی چې نړیواله ټولنه په افغانستان کښې د نوي حاکمیت په توګه په رسمیت د طالبانو د پيژندلو لپاره له مخکښې زیاته په شک کښې ده.
اسلامي هیوادونه هم له دې قاعدې مستثنی نه دي او په افغانستان کښې په رسمیت د طالبانو د پیژندلو په لړ کښې لاهم د دغې ډلې د اصلاحي سلوکونو په تمه دي ترڅو وتوانیږي په رسمي توګه د طالبانو د پيژندنې په اړه پریکړه وکړي.
البته د اسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو خارجه وزیرانو د پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان دبدلونونو په چورلیزتوب سره ددغې موسیسې په بیړنۍ ناستې کې موافقه وکړه چې د افغانستان په اقتصادي بحران باندې دغور په خاطر چې په ژمي موسم کې ئې میلیونونو خلک له لوږې سره لاس اوګریوان شوي ، د انسان دوستۍ د مرستو یوه بسپنه جوړوي .
دغه بسپنه به له نورو لورو سره په غږملتیا سره افغانسان ته د مرستو دلیږد لپاره داسلامی پراختیا بانک په چوکاټ کې جوړه شي .
د اسلامی ملګرتیاموسیسې خارجه وزیرانو دغونډې په پایزې اعلامیې کې په دې خبرې باندې په ټينګار سره چې د افغانستان د اقتصادي دړې وړې کیدا د مخنیوي لپاره مالي سرچینو ته د دغه هیواد لاس رسي ضروري ده، د افغانسان د تړل شوو شتمنیو د آزادیدا غوښتونه شوې ده .
د دغې اعلامیې په اساس به، له افغانستان سره د سیاسی او اقتصادي تعاملاتو د تعقیبونې، هلوځلو او د مرستو د غږمله کولو لپاره دافغانستان په چارو کې یو ځانګړی استازی وټاکل شي .
په دغې اعلامیې کې همداراز په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې پر اهمیّت او د ترهه ګرو ډلو ټپلو او تنظیمونو لپاره د یوه امن ځاي په توګه د افغانستان له خاورې څخه په نه استفادې د ډاډمنیدا پر اهمیّت هم ټینګار شوی دی . همداراز له افغان چارواکو غوښتل شوي دي ،په درستو برخو کې دې د ښځو او انجونو پشمول د درستو افغانانو د ګډون دپیاوړتیا لپاره لاره پرانیزي .
د اسلامی ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو بیړنۍ ناسته د ۵۷اسلامی هیوادونو د استازو په شتون او دغه راز په افغانستان کې د انسان دوستۍ د وضعیّت د ارزونې لپاره د ناظر په توګه د پلاؤ په ګډون سره په اسلام اباد کې ترسره شوه.
*/*/*/*/*/*/*/