د ژمي په شروع کېدو سره د افغانستان بحران لا سخت شوے دے
(last modified Sat, 01 Jan 2022 01:53:39 GMT )
Jan 01, 2022 06:23 Asia/Kabul
  • د ژمي په شروع کېدو سره د افغانستان بحران لا سخت شوے دے

يونړيوال چارواکي د دې په بيانولو سره چې افغانستان له ګڼ شمېر بحرانونو سره مخامخ دے وويل: اوچکلي،اقتصادي بحران او کډوالي هغه عوامل دي چې د دغه هېواد خلق له غميزناکې لوږې سره مخامخوي.

د سرۀ صليب او سرې مياشتې د نړيوال فيډريشن د اېشيا او اوقيانوسيې د چارو مدير الېکزېنډر مټئو خبردارے ورکړ چې د ژمي شروع کېدو د افغانانو په رنځ او درد کښې اضافه کوي او په ميلينونو وګړي يوې غميزې ته نزدې کوي.

هغه افغانستان ته د خپل سفر په آخر کښې له اېسوشي اېټډ پرېس سره په مرکه کښې وويل: په اوس حال کښې په افغانستان کښې د تودوخۍ سېسټم او خوړو ته لاسرسائي له مخکې نه زياته سخته شوېده. که يو څوک بيمار شي نو په زيات احتمال روغتيائي سهولتونو ته په لاسرسائۍ کښې به له مشکل سره مخامخ شي.

مېټئو زياته کړه، د هغو کسانو لپاره له دې مخکې له زيانمېدونکو حالاتو سره مخامخ وو حالت يې لا زيانمېدونکے کيږي او هغه کسان چې په اوس حال کښې په بحراني حالاتو کښېدي کېدې شي مرګوني حالت سره مخامخ شي.

 

ټیګونه