‌‌په هلمند کښې له پينځو سوو کورنيو سره مرستې اوشوې
(last modified Sun, 02 Jan 2022 12:54:38 GMT )
Jan 02, 2022 17:24 Asia/Kabul
  • ‌‌په هلمند کښې له پينځو سوو کورنيو سره مرستې اوشوې

دکلیو او بیا رغونې او پراختیا وزارت دپروژو لپاره دپیسو ناسته کړې او په هلمند ولایت کې د (IFRC) مرستندویه بنسټ له خوا له (۵۰۰) کورنیو سره د خوراکي او روغتيائي توکو مرسته وشوه

دکلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له لورې د افغانستان بانک له مسولینو سره د کلیو پراختیایي شوراګانو ته د پروژو دپلي کیدو په خاطر د پیسو دورکړې اړوند ناسته ترسره شوه.

دراپورونو له مخې یاد وزارت ویلي په دغه ناسته کې د یونیسف پر (۷۵) میلیونه افغانیو د کابینې د پرېکړې پر اساس موافقه وشوه چې د افغانستان بانک له خوا څخه به یو مکتوب خپلو ټولو اړوندو سوداګریزو بانکونو ته صادریږي تر څو دغه پيسې یادو شوراګانو ته د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له اصولو سره دننه ورکړل شي.

له بل لوري دمرستو دویش لړۍ ته ګرځو چې په هلمند ولایت کې د (IFRC) موستندویه بنسټ له لوري له (۵۰۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي او حفظ الصحې توکو مرسته ترسره شوه.

ویل کیږي په دې خوراکي توکو کي (۱۰) کیلو غوړي (۵۰) کیلو اوړه  (۲۵) کیلو وریژي ،لوبیا چای او د حفظ الصحي توکو کېټونه شامل ول چي هرې کورنۍ ته ور وویشل شول.

په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته دمختلفو مرستندویو بنسټونو له لورې مرستې ورکول کیږي چې دوې وړاندې په کندهار کي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالۍ نړیوالي ادارې یا (IOM)  په مرسته له شا او خوا دوه نیم زره (۲۴۸۰)  بې وزلو او اړمنو کورنیو سره د (۲۰۰) دوه سوه امریکایي ډالروپه ارزښت او نورو ژمنیو توکو مرسته ترسره شوه.

 

 

ټیګونه