د طالب ډلې او افغان حکومت له خبرو اترو څخه د چين او اروپائي اتحاديې ملاتړ
چين او اروپائي اتحاديې له افغان حکومت سره د طالب ډلې د خبرو اترو غوښتنه وکړه.
د ايرنا د رپوټ له مخې د افغانستان په چارو کښې اروپائي اتحاديې خاص استازي رولانډ کوبيا نن له خپل چيني همسنګ ډېنګ شيجون سره په بيجېنګ کښې له کتنې وروسته وويل: چين او اروپائي اتحاديه په دې باوري دي چې طالب ډله پکار دي دصلحې د خبرو اترو د بيا شروع کولو لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وړانديز ومني.
محمد اشرف غني په دې وروستيو کښې د کابل د صلحې په نړيوال کانفرنس کښې په هر ځاے کښې او بې له څه مخکې شرطه له طالب ډلې سره د خبرو اترو لپاره د افغان حکومت د امادګۍ خبر ورکړ.
طالب ډلې لا دغه وړانديز ته رسمي ځواب نه دے ويلے.
ټاکل شوې ده د کابل له غونډې وروسته چې پکښې د صلحې او د افغان حکومت د کارکردګۍ او د کورنيو اړخونو په باره کښې په اړه غور وشو د روان ميلادي کال د مارچ په ۲۶ او ۲۷ نېټه هم د ايران، روسيې په شمول د سيمې د هېوادونو او د نړيوالو ادارو په تېره بيا اروپائي اتحاديې د نمائندګانو په ګډون سره د افغانستان د صلحې په اړه د ازبکستان په پائتخت تاشکند کښې يوه غونډه جوړه شي.