د حکومت د يو ترټولو وړومبۍ کاري ترجيح په توګه د انتخاباتو په کولو د افغان ولسمشر تاکيد
Jul 26, 2018 06:10 Asia/Kabul
افغان ولسمشر د پارلېماني انتخاباتو کول د دغه هېواد د حکومت د يوې ترټولو مهمې کاري ترجيح په توګه وبلل.
د آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې اشرف غني پرون د افغان حکومت د کابينې په غونډه کښې وويل، هيڅ يو افغان چارواکے د دغه هېواد د پارليماني او ولايتي شورا ګانو د اکتوبر د شلمې نېټې د انتخاباتو په چلند کښې د مداخلت حق نه لري
د افغان حکومت د کابينې په غونډه کښې چې پرون د اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه د ولسمشر مرستيال جنرل عبدالرشيد دوستم پکښې موجود نه ؤ.
ځينې کارپېژاندي د کابينې په غونډه کښې د جنرل عبدالرشيد دوستم نه شتو د اشرف غني او د هغه ترمېنځ د اختلافاتو د دوام نښه بولي.